را روان کال به پر نړۍ بده قحطي راځي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان ډبليوايفپي وايي، که سر له اوسه يې غم و نه خوړل شي، د نړۍ پر ډېری هېوادونو به راتلونکی کال وژونکې قحطي راشي.
ډبليوايفپي د دغې قحطي د مهار لپاره د پنځلس مليارډه ډالرو غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې ويلي دي، له پنځلس مليارډه ډالرو څخه به پنځه مليارډه د قحطي د مخنيوي لپاره لګوي او لس نور به د هغو ماشومانو د ساتنې لپاره چې له لوږې سره مخ دي.
د ډبليوايفپي په خبره، که اوس پنځلس مليارډه ډالر ور نه کړل شي او دوی هڅې و نه کړي، نړۍ به راتلونکی کال له داسې قحطي سره مخ شي چې يادونه يې په کيسو او افسانو کې نه وي شوې.
د يادې ادارې د مالوماتو په اساس، هر کال لس ميليونه کسان له لوږې سره مخ کېږي او تر اوسه په نړۍ کې د وږيو انسانانو شمېر نهه شپېته ميليونه ته رسېدلی دی.
0 نظرونه