د قلم ګيله؟
۲۳ میزان ۱۳۹۷ 166656 0 نظر جبران جبرائيلي

د قلم ګيله؟


زه چې کله هم د افغانستان په دې غير يقيني او مجهول حالت د يو څه ليکلو تابيا وکړم او قلم ته ګوتې وروړم، قلم رانه پوښتنه کوي چې ته دا ليکل د چا لپاره کوې، کله کله خو رانه داسې نااشنا پوښتنې کوي چې زه هم ورته ګوته په غاښ شم، ته ولې د يو داسې قوم لپاره ليکل کوې چې ټول عمر يې په وينو کې مزل کړی، وينې څکي، وينې تويوي، په وينو کې لامبي، په وينو کې رالوی شوي او په وينو کې مري، خو تر اوسه لا د دوست او دښمن بېلتون نهشي کولای.

دوی خو د خپل کور او وطن په ويجاړو کې لوړ مقامونه لري، په ورور وژنه کې مډالونه اخلي. په غلامي نه شرمېږي تل د بل چا په دروازه کې ولاړ وي د قسمت فيصلې يې غليمان کوي، په جنازو او پرې شوي اندامونو يې د چا وېښته قدرې هم نه خوځېږي، دا خوران خو په خپل کور کې بې‌واکه او بې‌کوره دي، د دوی وينه خو تر اوبو هم ارزانه ده، له وطنه په فرار فخر او خيراتونه کوي، خو ته بيا هم د دې ناولو بد مخو، پردي پالو او دبړه‌مارانو په خاطر ما بار بار سکونډي ولې؟

دوی خو د فارمي چرګوړو په څېر حلالېږي، خو له خولې اخ قدرې هم نه باسي. د کونډو او يتيمانو په لښکرو يې زړونه هم نه سوزي، له خدايه نه هم ډارېږي، په مجلسونو او محفلونو کې د فرعون استازولي کوي، د قيامت او اخرت خيالونه يې له سره وتلي دي، د ورور د مرۍ پرې کولو په وخت هم د الله اکبر ناره وهي، د زرګونو انسانانو قاتلانو ته قهرمانان وایي د خپلو خويندو او ميندو په ليلام شوي عزتونو غوږ هم نه ګروي:

 د کافر په دوستي موټی موټی غوښې اخلي د انسان او مسلمان په بې عزتي کې خپل عزت لټوي: تل پردي ډولونو ته ګډېږي د پردو قصيدې وايي د ځمکې خدايانو ته سجدې کوي، قاضيان يې د رشوت په خاطر په خلکو لګنې غواګانې خرڅوي امامان يې په جوماتونو کې بې تنخوا الله اکبر هم نه وايي ته بيا هم غواړې چې د داسې بې ننګو او بې غيرتو لپاره پر ما د کاغذونو مخونه تور کړې: ګوره دوی ته غلا، رشوت، غصب او بې حيايي د مچ وزر هم نه ښکاري، په دې کارونو دوی ځانته ښاغلی وايي، حرام، ناروا، بې ايماني او د خلکو تېر ويستلو ته هنر وايي.

شرابو، زناګانو او فضول خرچي ته د ازاد خيالي نوم ورکوي، د خپل شهرت لپاره عمرې او حجونه کوي، غريب ته لاس ورکول خپل توهین ګڼي، په ودونو کې ډالرې شیندي، خو د هوټل مخې ته ناستو سرتورو ته پدرلعنت او فاحشه وايي، د خپل کلتور نه ناخبره دي، خلکو ته يې اسلام رسولی خو خلک اوس هم د دوی په مسلمانۍ شکمن دي.

خپل سيند او ويالې اوبه ورته مضر صحت ښکاري، د خارجي اوبو بوتلونه له ځان سره ګرځوي، ګوره جبرانه زه د دې بې غيرته قوم لپاره خپل ضمير او وجدان د جوارۍ په پړ نه ږدم، د دوی خو اتحاد او اتفاق ته ملا ماته ده په لوی لاس يې پر ځان ښاماران حاکمان کړي، د ګاونډيانو سره د دوی د سيالۍ جذبه صفر ده.

معادنونه يې غله او شوکماران استخراجوي، بازارونه يې له ګداګرو ډک دي د بچيانو د جسدونو پر ځای يې په تابوتونو کې تيږې خاورو ته سپارل کېږي خو دوی د باميانو د بتانو په څېر هېڅ هم نه وايي، وطن يې په نړۍ کې لومړۍ درجه فاسد ملک دی، په جاسوسي افتخار کوي، واکداران يې د دوه خرو اوربشي هم نشي بېلولی، مقام او څوکۍ يې په ډالرو پلرول کېږي. د بلند منزلو به زغل کې يو له بله مخکېږي، په پردو ملکونو کې د سپو په وينځلو نه شرمېږي خو د خپل کور د مخې په صفايي ورته ځان سپک ښکاري، جبرانه سر خلاص کړه، د خارجیانو سپي بد بوی، غل او پوډری پېژنی خو دا سرکوزی يې په رڼو سترګو په هر څه سترګې پټوي، دوی د نيکونو په کارنامو فخر کوي خو خپل د بې غيرتۍ ښکرونه نه ويني، په جلسو کې بړ بړ غږېږي خو د نابلل شوي ميلمنو نه خپل موتړ هم نشي مخکې کولی، افسوس چې ته اوس هم ما د دې بې ننګو لپاره کاروې.

دوی خو به ځان وژنه کې نړۍ وال شهرت لري، هديرې، مکتبونه، مدرسې او د خدای کورونه سوزوي، د کار سرونه پرېکوي، د بريښنا ستنې نسکوروي، تياره خوروي، د مدرسو او ښوونځيو دروازې تړي، هر څه ويجاړوي، له مرګونو خوندونه اخلي، دا د فيل په غوږ کې ويده خلک په دې نه ارزي چې ته ورته په زخمي زړه او زخمي ګوتو څه وليکې، پخوا دنيا د غويي په ښکرو ولاړه وه، اوس دوی دنيا به خپلو ښکرونو ولاړه ګوري، دوی خو به رښتيا ويلو د خلکو ژبې پرې کوي، حق لپاره ليکل شوي قلمونه ماتوي، د خپل ځان د بقا په خاطر د ککرو په پرېکولو بوخت دي، ملايان يې د حج او زکات مسلې بيانوي، د مسلمانانو به بې ګناه وژلو کې خوله په انبور هم نه خلاصېږي، څارنوالانو يې د چور شپيلۍ وهلې ده، ماڼې ميشتي يې د معتادينو له علاجه ناعلاجه دي، ګوره زما ذکر په قرآن کريم کې شوی خو دوی قرانونه په تاخچو کې ساتي، دوی زما په قدر نه پوهېږي، پرېږده چې دوی د بې شمېره ښځو د حرامو پيسو د ګڼلو او د ضد مرمۍ موترونه نه خوندونه واخلي.

د دوی اصلاح ګرانه ده، هسې ځان مه ستړی کوه، دلته د پردي ترشا ډېرې بلا قيصې پرتې دي، ګوره زه او ته د شپږو لسيزو ملګري يو، که دی خاورې بيا کوي (امان، غزنوي، هوتکي او احمد خان وزېږاوه؛ نو بيا درسره شپه او ورځ د کاغذونو مخونه توروم ـ حق وايم، حق ليکم او د حق لپاره هرې قرباني ته حاضر يم، ګوره زه نه په غارونو ننوزم نه د وطن نه تېښته کوم او نه د چا باداري منم، دا يو بيت زما له خوا نه دې غم ځپلي اولس ته وليکه چې په نن او پرون او سبا يې سر خلاص شي.

 

د حالاتو د تندۍ خبرې څه دي

يو تڼاکه ده يو چوي بله راخېژي

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې