له وسلې سولې ته تګ؛ که د ولس غولولو ډرامه
که څه هم په وروستيو کې د واشنګټن له لوري د پردې پر مخ د سولې په برخه کې د هڅو خبرونه خپرېږي او د امريکا دفاع وزارت زلمی خليزاد ګمارلی چې په دې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي، خو تر دې مهاله هم په عملي ډول په دې برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نشته او د افغانانو د وينې ويالې لا پسې ډکېږي.
په وروستيو کې په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره په سياسي حللاره د امريکايي چارواکو ټينګار تر يوې کچې داسې ښيي چې ښايي واشنګټن نور غواړي دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره يو سياسي حللاره ومومي، خو په عمل کې چې بيا څه ګورې، هيلې دې په ناهيلۍ بدلېږي.
دوی داسې مهال په افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې کوي چې په همدې ورځو کې په هوايي بمباريو کې د ملکي افغانانو د وژل کېدو پېښې په ډېرېدو دي. هغه څه چې له افغان حکومت سره د ولس واټن لا ډېرولای شي او په يو ډول طالبانو ته د سربازګيرۍ فرصتونه ډېروي.
له بلې خوا د واشنګټن له لوري يو ځل بيا اسلام اباد ته شين څراغ ورکړل شو چې څه دي کړي ښه دي کړي. د پاکستان پوځ او استخبارات چې د افغانستان په تړاو خپله ټوله بهرنۍ پاليسي پر مخ وړي، د نوي حکومت په رامنځته کېدو هڅه کوي، سياست بدل وښيي او يو ځل بيا کابل او واشنګټن ته د څو نورو کلونو لپاره دوکه ورکول غواړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو له کلنۍ غونډې وروسته څو شپې ورځې په واشنګټن کې بستره واچوله او د پاکستان لپاره يې د لابي کولې ټولې هڅې و ازمايلې. له دې هڅو څرګندېږي چې پاکستان يو ځل بيا د تېرو کلونو کيسه تکرارول غواړي او په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي.
اخوا بيا د سولې عالي شورا وايي، کابل ته د سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د استازي زلمي خليلزاد سره په خبرو کې موافقه شوې چې نوموړی به د سولې له عالي شورا سره په همغږۍ مخکې ځي. ښه نو د سولې عالي شورا تر دې مهاله کوم غر چپه کړی چې اوس غواړي زلمی خليلزاد هم اړ کړي چې د دوی په نقش قدم قدم کېږدي او داسې سوله وکړي چې دوی په تېرو کلونو کې وکړه.
تر ټولو مهم بحث دا دی چې په تېرو څه کمو دوو لسيزو کې د سولې په نوم ډېرې منډې ترړې وشوې، خو د لاسته راوړنې په نوم څه نشته او جګړه لا پسې پراخېږي، نوي بعدونه خپلوي او افغانان يې له ژوند بېزاره کړي دي. افغان ولس په کلونو کلونو په همدې منډو ترړو تېر ايستل شوی دی. دوی چې د سولې يو خبر واوري، يوه مياشت ورته اتڼ کوي خو چې وروسته يې پام شي، نه سوله وي نه يې درک. خو په وروستيو کې داسې څرګندېږي چې نور ولس هم په دغه ډول ژمنو او نمايشي منډو ترړو نه غولېږي او تر هغې چې په رښتيني ډول په افغانستان کې د سولې لمر نه وي راختلی، دوی يې هم نه مني. له دې کبله حکومت، د حکومت مخالفينو او نړيوالې ټولنې ته ښايي چې نور د ولس له هيلو سره لوبې ونه کړي، په رښتيني ډول د يوه باثباته او امن افغانستان هڅې وکړي او دغه په وينو لمبېدلی ولس نور د خپلو لوبو بازيچه نه کړي.
0 نظرونه