د اوبو نشت به ناامني له خلکو هېره کړي
۱۷ میزان ۱۳۹۷ 417 0 نظر sarkhat.af

د اوبو نشت به ناامني له خلکو هېره کړي

په داسې حال کې چې نړیوالې ادارې او عام افغانان په افغانستان کې د سختې وچکالۍ او د ژوند د ټولو چارو د ګډوډېدو او د ښاري او کلیوالي نظم د له منځه تلو خبرداری ورکوي، د افغان حکومت له‌خوا ورته تر دې دمه د ځواب کوم مشخص پلان نه ښکاري. د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو؛ هرات، بادغیس او فراه کې زرګونه هکتاره باغونه د وچکالۍ له کبله له منځه تللي دي او په سوېل لوېدیځو ولايتونو؛ هلمند، کندهار، زابل او اروزګان کې بيا لسګونه چینې او کارېزونه وچ شوي، چې له کبله یې په لسګونو زره هکتاره باغونه او کرنیزې ځمکې په سپېرو ډاګونو بدلې شوې او د کليوالو د ژوند بنسټونه یې نړولي دي. د کابل په سویلي ولایتونو، پکتیکا، غزني، وردګو، لوګر او پکتیا کې په سلګونه کارېزونه او نهرونه وچ شوي او په دغو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پخوا په پرتله ۳۰ متره نوره هم ټيټه شوې. د افغانستان د شمال او ختیځ په ډېرو سیمو کې هم د سیندونو او ویالو اوبه کمې شوې او څاه‌ګان وچ شوي دي. د اوبو دغه پراخ کموالي په لویه کچه په کرنه د متکي افغانانو ژوند ته زیان اړولی او د کډوالۍ له ګواښ سره یې مخ کړي دي. په پلازمېنه کابل کې د اوبو کچه په اندېښمنوونکي ډول کښته تللې او په هر کور کې خلک د ژورو څاه‌ګانو په کیندلو بوخت دي، چې د اوبو د کښته‌والي او کموالي روان ناورین لاپسې ژوروي. د پلازمېنې په ټولو برخو کې د اوبو کچه له شل تر ۳۰ مترو کښته شوې او اټکل دا دی، چې که وچکالي همداسې روانه وي، کېدای شي دغه کچه هر کال له ۵ تر لس مترو نوره هم کښته شي. که ورښتونه ونه شي، نو د اوسنیو ایستل کېدونکو ژورو څاګانو عمر هم له پنځو کلونو نه اوړي او په دې توګه د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په کندهار، هرات، غزني، ګردېز او خوست ښارونو کې ژوند سختېږي او خلک یې پراخې کډوالۍ ته مجبورېږي.

که په پلازمېنه کابل کې په منځنۍ کچه هر کور۱۰۰۰ امریکايي ډالره د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره د ژورې څاه په کیندلو مصرف کړي وي او په ټول ښار کې یو ميلیون کورونه او ودانۍ وي، نو یو میلیارد ډالره یوازې پر دغو لنډمهالو څاه‌ګانو لګول شوي دي. که دا کورونه نیم میلیون وي، نو ۵۰۰ میلیون ډالره لګښت شوی او همدومره نور لګښت دا مهال روان دی. که حکومت د ښار لپاره په نلونو کې د پاکو اوبو د رسولو یوه لویه پروژه عملې کړې وای، د اړوندې برخې د ماهرینو په خبره، دا چاره په ۲۰۰ میلیون ډالرو ترسره کېدای شوای او د دغه ډول لویې پروژې په مټ به څلور ویشت ساعته هر کور او اپارتمان ته په منظم ډول پاکې اوبه رسېدې، چې له برکته به یې د افغانستان د ځمکې لاندې اوبو زېرمو ته زیان نه رسیده. که حکومت وغواړي دا کار اوس هم شونی دی او د ښار له هر کور څخه د ۵۰۰ ډالرو په اخیستو د څښاک د اوبو رسولو لویه بنسټیزه پروژه عملي کیدای شي. دا چاره پر اوبو سربېره زرګونو کسانو ته منظم کار پیدا کولای شي او د پلازمېنې په ګډون لوی ښارونه د اوبو د کموالي له ناورین څخه خوندي کولی شي.

په کلیوالو سیمو په ځانګړي ډول په سویلي او ختیځو سیمو کې له وچکالۍ سره لویه مرسته د لمریزې برېښنا د تولیدي شيشو کارول دي، چې هر کلیوال ژوره څاه کیندلې او د همدغو شیشو په مټ ټوله ورځ یو انچ اوبه د خپلو ځمکو لپاره را وباسي. دې چارې په ډېرو کلیوالو سیمو کې کارېزونه او طبيعي چینې وچې کړې او خلک یې د ځمکې له تل څخه د ناچیزه اوبو را ویستو ته خوښ دي. پر دې سربېره له تېرو ۲ لسیزو راهیسې په ډېرو کلیو کې په واټرپمپونو له ژورو څاګانو بې اندازې نامنظمې اوبه را بهر کېږي، چې د افغانستان د ځمکې لاندې اوبو په وچېدو او کښته تلو کې یې مهمه ونډه لرلې ده. د واټر پمپونو په مټ د اوبو را ایستل د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د سختې وچکالۍ د څپې له راتلو وروسته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پیل شول، چې په بې رحمانه ډول تر ننه دوام لري. 

د کرکیلې د ځمکې لپاره د اوبو برابرېدو سیستمونه په بشپړ ډول عصري کېدو ته اړتیا لري او د دې کار لپاره یو لوی ستراتېژیک پلان اړین دی، چې د هر کلي او علاقدارۍ یا ولسوالۍ او ولایت په کچه د اوبه‌خور داسې مېکانېزم عملي شي، چې د ځمکې په سر موجودې اوبه په سم ډول وکارول شي او د ضایع کېدو مخنیوی یې وشي. په دې برخه کې د ویالو پخول، په سیندونو کې د بهېدونکو اوبو لپاره د خنډونو او کوچنیو بندونو جوړول چې تېزې بهیدونکې اوبه را ایسارې کړي، لومړني مهم کارونه دي. دا کار سیندونو ته د نژدې سیمو د ځمکې لاندې اوبو زیرمې تغذیه کوي او د اوبو د کمښت مخه نیسي. د ژورو څاه‌ګانو مخنیوی او قطره‌يي سیستم ته د کرکیلې برابرول ورپسې نور اساسي ګامونه بلل کېږي. دا چاره د حکومت او عامو خلکو ګډ کار، ژمنتیا او پلان ته اړتیا لري، چې په سملاسي ډول په ټول افغانستان کې باید پلی شي. د اوس لپاره داسې ښکاري، چې حکومت د دغه ستر ناورین د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نه لري او ټول تمرکز یې پر امنیت او سیاست دی. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اوبو د کمښت او وچکالۍ د ناورین تل ته ور روان دی او که په لویه کچه سملاسي پام ورته و نه شي، نا امني به له خلکو هېره وي او د دغه طبيعي افت له اړخه به یې بشري ناورین د کابو کېدو وړ نه وي. په دغه بحران کې کډوالي تر ټولو ستره ستونزه ده، چې وار له مخه په افغانستان کې پیل شوې او که حالات کابو نه شي، د لویو ښارونو د خالي کېدو شونتيا په ډېرېدو ده.

 

ملا برادر پر وسله لاس وهلی؛ طالبان وايي، که امريکا سرتېري و نه باسي، خطرناکې پرېکړې به وکړي

Jan 21, 2021 29

طالبانو د امريکا نوي حکومت ته ګوته څنډلې ده چې که په توده کې سړه راولي او د سولې پروسه سمه پر مخ بو نه ځي، دوی به خطرناکې پرېکړې وکړي.

په مردسالاره ټولنه کې د کړېدلیو مېرمنو ورکه ونډه

Jan 21, 2021 29

 ښځه زموږ د ټولني اساسي برخه جوړوي، خو له بده مرغه زموږ غوندې مرد سالاره ټولنه کې کله هم دوی ته لکه څرنګه چې لازمه ده، هغسې ونډه نه ده ورکول شوې او تر سولې نیولې بیا تر بلې هرې [...]

د ملا هيبة‌الله نوی خبرداری؛ هيڅ طالب تر يوه زياتې ښځې نه شي کولای

Jan 15, 2021 29

د طالب اورپکو مشر ملا هيبة‌الله اخوند خپلو جګړه‌مارو ته خبرداری ورکړی دی چې تر دې وروسته هيڅ طالب جګړه‌مار نه شي کولای، تر يوې له زياتو ښځو سره واده وکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې