د لېوانو په منځ کې
۱۶ میزان ۱۳۹۷ 171736 0 نظر رفیع الله زیار

د لېوانو په منځ کې

ولسمشر محمد اشرف غني چې له کله نه د افغانستان ولسشمر ټاکل شوی، له هغې وروسته په کور دننه، سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي او مافیایي لېوانو تر منځ له ګڼو ګواښونو او خنډونو سره مخامخ دی، ځکه هر یو یې ځان ته ویره لري او په دې پوهېږي چې د غني په وجود کې یې په افغانستان کې ناوړه موخې تحقق نه مومي.

موږ دا نه ردوو چې د غني په حکومت کې به فساد نه وي او یا به هم نورې کمزورۍ نه لري، خو تر څنګ یې نور ډېر لاملونه دي چې موجوده حکومت ننګوي او ګڼې ستونزې ورته ایجادوي.

د مخکیني ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال باج اخیستونکي سیاسیون، جهادي لیډران، د شمال لنډغر او په خاص ډول هغه اشخاص چې د لسګونو میلیونو ډالرو تر لاسه کولو او غلا کولو لپاره یې د ولس پر ستوني پښه ایښي وه او ګڼ نور ملي خیانتونه یې کړي؛ اوس په ویره کې دي چې که چېرې غني د زورواکو په ټکولو بریالی شي او د قانون تطبیق ته لار هواره کړي، نو د دوی د تورو پیسو او جایدادونو د تصفیې لپاره به هم ګام پورته کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

پورته یاد شوي سیاسیون له یوې خوا فیسبوکي کرایي کسان لري، تر څو د ولسمشر غني په اړه منفي تبلیغات وکړي او د خلکو په ذهن کې نوموړی یو ضعیف شخص معرفي کړي. بل خوا دغه سیاسیون د ګاونډیو هېوادونو او په هېواد کې د بېلابېلو سفارتونو دروازې ټکوي تر څو له دوی څخه په مرسته د غني پر حکومت ګڼ فشارونه وارد کړي او خپلې ناوړه شتمنۍ خوندي کاندي.

د غني په حکومت کې له یادو ډلو او اشخاصو څخه د باډیګارډانو، د دوی د دسترخوانونو او نور هغه پیسې او دولتي امکانات قطع شول چې د کرزي د حکومت پر مهال به په تورو کڅوړو کې ورکول کېدل... نو د یو چا چې دومره امکانات او نورې اسانتیاوې قطع شي، خامخا به غبرګون ښیي.

له بل لوري سیمه ییز لېوان چې په سر کې یې د ایران او پاکستان استخبارات او سیاسیون دي، له بېلابېلو چینلونو په ګټه اخیستو هڅه کوي چې د غني د حکومت پر وړاندې ستونزې ایجاد کړي تر څو په هېواد کې د اقتصادي او نورو ګټورو برنامو له تطبیق څخه د نوموړي مخ راوګرځوي.

پاکستان په نړیوال سیاست کې له انزوا سره مخامخ دی او په اوس وخت کې نړیوال بانک هم خبرداری ورکړی چې اقتصاد یې له رکود سره مخامخ او هېوادونه د پور ورکولو لپاره چمتو نه دي... داد پاکستان لپاره تر ټولو ځوړ او کمزوری حالت دی. همداراز ایران او د ایران ولس له ورته برخلیک سره مخامخ دي. د ایران له اټومي تړون څخه د امریکا وتل او پر ایران د بندیزونو لګولو د ایران دولت او ولس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي...

ایران او پاکستان له افغانستان سره ګڼې ستونزې لري، خو په اوس وخت کې چې یاد هېوادونه یې زیات وارخطا کړي، هغه د غني له لوري دوی ته د وړیا بهېدونکو اوبو راګرځول دي. ولسمشر غني هڅه کوي چې نورو ته د سوال کولو پر ځای باید خپلې زیربیناوې ورغوي او افغان ولس له هغه حالت څخه راوباسي چې په هره برخه کې یې پاکستان او ایران ته د سوال لاس نیولی وي... کله چې ولسمشر غني د سلما بند ګټې اخیستنې ته وسپاره او په نیمروز کې یې د کمال خان بند چارې چټکې کړې نو د ایران ولسمشر حسن روحاني په ښکاره ګواښ وکړ: "که چېرې افغانستان خپلې اوبه ګرځوي، ایران به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي." دده له ګواښ څخه څه موده وروسته د فراه ولایت د سقوط هڅه وشوه، په هلمند کې جګړې زور واخیست او غزنی هم د زورورې جګړې شاهد و چې ګڼ پاکستانیان هم په کې هلاک شول.

ایران او پاکستان د غني له اصلاحاتو او اقتصادي برنامو څخه ویره لري. دوی په هېڅ صورت نه غواړي چې غني د خپلو برنامو په تطبیق کې بریالی شي او دواړه هېوادونه خپلې سیمه ییزې ګټې له ګواښونو سره مخامخ کړي...

امریکا هم له پیله-تر اوسه دې ته حاضره نه ده چې په افغانستان کې یو قوي نظام جوړ شي، ځکه، که چېرې په افغانستان کې یو قوي نظام موجود وي، نو امریکایان هغو هدفونو ته نه رسېږي او یا په مشکله رسېږي، چې په افغانستان او سیمه کې یې لري.

کله چې غني ولسمشر شو، نو اعلان یې وکړ چې افغانستان به د سیمې په اقتصادي څلور لارې بدلوي او ددې هېواد د جغرافیوي موقعیت ارزښت به دومره لوړ کړي تر څو هغه هېوادونه هم سالمې سیالۍ ته را ودانګي چې اوس د نیابتي جګړې له لارې دلته خپل اهداف تعقیبوي. همداراز غني هڅه وکړه چې د چین له نړیوال بازار سره افغانستان وصل کړي او تر څنګ یې د اروپا بازارونو ته لار پیدا کړي...

امریکا او چین په نړیوال اقتصاد کې تر ټولو سخت حریفان دي. امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو خام مواد خپله استخراج کړي، چین او یا نور هېوادونه باید دې کانونو ته لاس رسی ونه لري. امریکا هڅه کوي چې د کمزوري حکومت په وجود کې زموږ د هېواد نورو اقتصادي منابع ته ازاد لاس رسی ولري او څوک یې باید د مخنیوي نه وي...

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې ولیکل چې امریکا او د بلاک واټر مشر ایرک پرینس نه غواړي چې غني په راتلونکو ټاکنو کې د افغانستان ولسمشر شي. امریکا د کرزي په دویمه دوره کې هم هڅه کړي وه تر څو نوموړی واک ته ونه رسېږي، خو د ولس د رایو زور کرزي ته د ولسمشر کېدو لار هواره کړه.

نور ګڼ لاملونه دي چې ولسمشر ته خنډونه جوړوي، خو موږ یوازې څو نقطو ته اشاره وکړه.

ولس باید دې هر څه ته ویښ اوسېږي تر څو زموږ په هېواد کې د هغو لیوانو غاښونه مات شي چې زموږ دیموکراسي، پرمختګ او اصلاحات ننګوي.

د سرلوړي افغانستان په هیله!

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې