پاکستان امریکا ته د نویو عینکو وړاندیز کړی
۱۶ میزان ۱۳۹۷ 155527 0 نظر sarkhat.af

پاکستان امریکا ته د نویو عینکو وړاندیز کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له واشنګټنه غوښتي چې اسلام‌اباد ته دې د کابل او نوي ډیلي له عینکو نه ګوري، بلکې د پاکستان دلیدو لپاره ډېرې نورې کړکۍ شته چې امریکا یې د شاه محمود قریشي په وینا رښتینی تصویر لیدای شي، خو امریکایان وايي چې دوی پاکستان د هند او افغانستان په هينداره کې ښه ننداره کولای شي او ویني چې اسلام‌اباد په افغانستان او هندوستان سربېره له دوی سره هم څه ډول دوه مخیزه لوبه تر سره کړه.

ښاغلي قریشي امریکا کې د خپلو لس ورځنیو لیدنوپه ترڅ کې د امریکا مختلفو چارواکو او ادارو ته دا خبره کړې چې پاکستان دې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د هند او افغانستان له څپرکي بهرکړي او دغه هیواد د واشنګټن لپاره ترهغه ډیر څه کولی شي چې امریکا یې تمه لري. پاکستان له خپل پیدا یښت راهیسې ترټولو ډیره تکیه پرامریکا وه او د افغان شوروي له جګړې وروسته یې دویم ځل د ترهګرۍ په نوم نړیوالې جګړې له برکته د پاکستان خزانه د امریکې په جیب پورې وتړله. دپاکستاني چارواکو ټوله هڅه داوه چې له یوې خوا په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه او له بل پلوه امریکا په دغه جګړه کې بوخته وساتي او خپل هیواد د هند سیال کړي. امریکا هم د شوروي جګړې په څیرپاکستان ته پلو غوړولی وو او فکر یې کاوو چې پنجابیان به دغه جګړه کې هم دوی ته بری ورپه برخه کړي.

امریکا نیمه پیړۍ اسلام اباد ته د پخواني شوروي له زاویې کتل او د سړې جګړې پای لوبه یې د اسلام اباد په مټ وګټله اوپه افغان خاوره یې له خپلې جګړې هم تمه داوه چې پاکستان به ورته د القاعدې او طالبانو ټول مهم غړي لاس تړلي ور سپاري او ددوی د خوښې وړ ادارې سره به دمجاهدینو په څیرهمکارۍ ته کش ورکوي. خو پاکستان د امریکې له دویمي باور څخه ناسمه ګټه پورته کړه او د ځان د ځواکمنتیا خوبونه یې لیدل. په دې دوه مخیزې ډرامې د هند په څیر ژردافغانستان سرهم خلاص شو او واشنګټن ته یې د اسلام اباد د چل ول خبره ترغوږ تیره کړه، خو امریکا کې ناستو نړۍ پوهانو ته هغه مهال پاکستان د سړې جګړې اتل ښکاریده او د سکني ورور خطاب یې ورته کاوو. خو له ۲۰۱۲ کال وروسته کرار کرار دامریکایانو زړه هم ومنله چې پاکستاني ملګري یې نغرۍ له دوی سره پوکوي او چای له ترهګرو سره څښي. په دې منځ کې افغانستان او نوي ډیلي لاسونه سره ورکړل اود پاکستان اصلي انځور یې پر امریکا سربیره ډیرو نورو ته هم وښود چې له برکته یې دغه ۷۰ کلن هیواد د لویدیځ دغضب او فشار له کبله چین او روسیې ته مخ ور واړاوو. دې کار واشنګټن نور هم له پاکستانه زړه توری کړ پرپاکستان یې خپل خیرات بند کړ. پاکستانیانو د ګواښ په ډول امریکا ته وویل چې دوی ته واشنګټن خیرات نه بلکې د ترسره کړي چوپړ مزدوري ورکوله او په راتلونکي کې به بیا دداسې تیروتنې زړه نه ښه کوي. ولې له دې هرڅه سره سره پاکستان کې نوي چارواکي پوهېږي چې ددوی له نظامي بودیجې سره د لویدیځ د مرستو ځای بل هیڅ هیواد نشي ډکولی. له همدې کبله یې بیرته د واشنګټن د پخلا کولو پالیسي رامخې ته کړه او د بهرنیوچارو وزیر یې په یوه اوږده سفر امریکا ته ولاړ.

د شاه محمود قریشي دا وینا چې امریکا دې دوی ته د کابل او ډیلي له عینکو نه ګوري، ښيي چې افغانستان اوهند توانیدلي، د پاکستان ریښتینې څیره امریکا او نړۍ ته وښيي او په سیمه کې د واشنګټن پام له پاکستان څخه کابل او نوي ډیلي ته واړوي.

د قریشي وروستیو څرګندونو ته په کتو سره ښکاري چې پاکستان بلاخره دې پایلې ته ورسید چې له کابل او ډیلي سره همکاري یې خپل اختیار نه، بلکې مجبوریت دی. هند په ډیر بې باکانه ډول د پاکستان په وړاندې دریځ خپل کړی او هرډول خبرې اترې یې ورسره بندې کړیدي. خو کابل لاهم دطالبانو او سولې په برخه کې پاکستان ته خپل مجبوریتونه لري او نشي کولی د هند په څیر په اړیکو کې توندلاري خپله کړي. په داسې حال کې چې پاکستان په لومړي ځل اعتراف کوي چې ددوی او امریکې ترمنځ اړیکې اوس دویمې درجې ته کښته شوي او د واشنګټن دسترخوان ته له کابل او ډیلي لار ورغزیدلې ده. پاکستان په خپل اویا کلن تاریخ کې د اول وار لپاره له امریکې دا ډول ښکاره هیله کړې چې پردوی هم د افغانستان اوهند په څیرخپل ترحم جاري وساتي.

پاکستان بالاخره ومنله چې دکابل او ډیلي یوکړي لاس اسلام‌اباد لږ تر لږه په امریکا کې منزوي کړی او دوی یې له ځینو پرمختیاوو راګرځولي دي. د پاکستان دننه تحلیل کونکي له ډیر وخت راهیسې داخبره کوي چې ولسمشرغني په تیرو څلورو کلونو کې توانیدلی چې له پاکستان څخه خپل کاروبار بلخوا واړوي او له سیاسي اړخه هم پرپاکستان خپله تکیه کمه کړي.

پاکستانیان پوهېږي چې له لویدیځ سره په اړیکو کې له جدي ننګونوسره مخامخ شویدي اودوام یې دغه هیواد له نورو ډیرو ستونزو سره مخامخ کولی شي. له اسراییلو وروسته پاکستان د نړۍ دویم هیواد دی چې دوه سترګاونډیان یې چې هر یوه سره یې تر۲ نیم زره کیلومتره ډیره پوله لري له تربګنۍ ډکې اړیکې پالي او دوام یې پاکستان د نابودۍ خواته بیايي.    

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې