ناامني ټاکنيزې منډې ترړې ننګولای شي
۱۴ میزان ۱۳۹۷ 129059 0 نظر sarkhat

ناامني ټاکنيزې منډې ترړې ننګولای شي

اوس اوس چې د ولسي جرګې د نوماندانو له لوري ټاکنيزې مبارزې پيل شوې دي، د دوی او د دوی د غونډو امنيت په تر ټولو مهمه مسئله بدل شوی دی. له هغه وروسته چې د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندانو لېست خپور شوی، تر دې مهاله ۸ نوماندان په بېلا بېلو بريدونو کې وژل شوي دي.

دغه راز د تلې مياشتې په لسمه په ننګرهار کې د يوه نوماند د کمپاين په غونډه برید، خورا خونړی وو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نوماندان او ملاتړي یې نور هم اندېښمن کړل. په دې ځانمرګي بريد کې ۱۴ تنه ووژل شول او ۴۲ نور ټپيان شول.

ملګرو ملتونو د تلې په نهمه په يوه اعلاميه کې وويل، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګڼ شمېر ولسي افغانان د هغو بریدونو قرباني شوي دي چې د ټاکنو لپاره له نوم‌لېکنې او نور چمتووالي سره یې تړاو درلود.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی به په خپل ټول توان د کاندیدانو او د هغوی د ملاتړو د خوندیتوب هڅه وکړي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي د تلې په ۱۲مه وويل، امنيتي ځواکونه په لومړی درجه امنيتي احضاراتو کې دي.

رحيمي زياته کړه، د ولسي جرګې کاندیدان باید په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې د امنیتي ادارو او پولیسو سپارښتنې په دقیقه توګه په پام کې ولري.

په دومره کم وخت کې د اتو نوماندانو وژل کېدل او د ننګرهار د کامې خونړی بريد څرګندوي چې دغه بهير له څومره لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دی. اوس چې په ټول افغانستان کې تر دوه نیم زرو زیات کاندیدان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره خپلو کې سیالي کوي او په هغه کې ۴۱۷ ښځینه کاندیدانې هم شاملې دي، په لوړه کچه امنيتي تدابيرو ته اړتيا لري او که داسې ونه شي، د کامې د بريد ډېرې نورې بېلګې تکرارېدلای شي.

د نارينه‌وو په پرتله بيا ښځې لا ډېرې له ګواښ سره مخ دي او حتا د ولسواليو شوراګانو ټاکنې هم له دې کبله وځنډېدې چې د ناامنيو له وېرې په ولسواليو کې ښځو ځانونه نه وو نوماند کړي.

که څه هم د امنيت د ټينګښت په برخه کې بايد حکومت او په ځانګړي ډول امنيتي ادارې خپل مسووليت ادا کړي، خو هغه امنيتي ادارې چې خپلې ولسوالۍ نه شي ساتلی او حتا کله کله د ولايتونو د سقوط احتمال هم ترې شونی دی، څه ډول کولای شي، په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د نوماندانو او د هغوی د پلويانو امنيت ټينګ کړي. دا داسې څه نه دي چې ناممکن دي، بلکې په امنيتي ادارو کې د فساد او اړيکو له مخې ګمارنې، نه همغږي او په پوره توګه د خپل مسووليت نه ادا کول د دې سبب شوي دي چې امنيتي ادارې کمزورې شي او ونه شي کولای امنيت ټينګ کړي.

ايا څه باندې ۳۰۰ زره افغان امنيتي سرتېري چې په نسبتا ښو وسلو هم سنبال دي نه شي کولای، د څو زره وسله والو طالبانو او داعشيانو د فعاليت مخه ونيسي. هماغه وسلې چې افغان ځواکونه يې لري له وسله والو طالبانو سره هم دي او حتا ځينې مواردو کې د افغان ځواکونو وسلې او تجهيزات پرې ښه دي او کله کله هوایي مرسته هم ورسېږي. نو ولې په داسې يوه حالت کې افغان امنيتي ادارې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي؟

دا هغه پوښتنې دي چې امنيتي ادارې يې بايد ځواب کړي. امنيتي ادارو ته ښايي چې د نوماندانو او د هغوی د پلويانو د امنيت د ټينګښت لپاره يو منظم مېکانېزم رامنځته کړي. نوماندانو ته ووايي چې حتا دوه ورځې مخکې د خپلو غونډو د ځای په تړاو معلومات ورکړي، تر څو امنيتي ادارې وکولای شي په بشپړ ډول د دغې سيمې امنيت تامين کړي او د احتمالي بريد مخه ډب کړي. خو که وضعيت داسې روان وي چې اوس دی، نو نه به نوماندان د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو لپاره فرصت ومومي او نه به هم خلک وکولای شي د نوماندانو پروګرامونه واوري او له دې لارې هغو کسانو ته رايې ورکړي چې په رښتيني ډول په ولسي جرګه کې د دوی استازيتوب کولای شي او د دوی له حقونو دفاع کولای شي.

 

 

 

 

 

 

   

 

 

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې