د کرينې رازونه رابرسېره شول
د بالیووډ وتلې ستورې کرینه کپور که له يوې خوا دا ورځې په فلمونو کې بیا ډېره ډوبه شوې او سر ترې نه شي پورته کولای، له بلې خوا یې په اړه کتابونو نوې خبرې لیکلي دي.
په يوه تازه لیکل شوي کتاب کې یادونه شوې چې له سیف علي خان وړاندې کرینه کپور غوښتل له شاهد کپور سره واده وکړي، خو داسې و نه شول.
په دې کتاب کې له ۲۰۱۲ کال وروسته د نورو ستوریو سره د کرینه کپور د اړیکو یادونه هم شوې ده.
کیچ نیوز لیکي، تر ټولو جالبه خبره دا ده چې کرینه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په یوه سیاستوال مینه وه.
هغې ویلي، له همدې کبله کرینه کپور ویلي و چې په راحول ګاندي یې زړه بایللی، خو کرینې کپور د تل په څېر دا راپورونه هم رد کړي دي.
0 نظرونه