مېږی او کوتره 
۱۱ میزان ۱۳۹۷ 401435 0 نظر نور الباقي نسيمي

مېږی او کوتره 


یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور څېرمه پر یوه شین واښه د ختلو هڅه وکړه چې اسانه د چينې سپینې او پاکې اوبه وڅښي، خو ناڅاپه یې پښه وښویېده، د چینې ډنډ ته ور ولوېد.

نږدې و چې د چینې په ډنډ کې ډوب شي، خو خوش‌بختانه د چینې پر غاړه یوه لویه جګه ونه ولاړه وه، په دې ونه کې ښکلې او مهربانه کوتره ناسته وه، کوترې چې د مېږي بې‌چاره نارې او غوټې ولیدې، ډېر ژر یې له ونې یوه پاڼه را وشکوله او د چینې په منځ کې یې د مېږي تر څنګ ایله کړه، مېږی د پاڼې په لیدو خوښ شو، په منډه ور وخوت.

د پاڼې په مرسته د چینې سپینو اوبو پر سر وچې ځمکې ته راووړ. مېږي ټوپ کړ له پاڼې راکښته شو.  

لږ ګړی وررسته، یو ښکاري له سیمې تېرېده، د کوترې په لیدو یې غوښتل چې کوتره په خپله غولکه ښکار کړي، خو مېږي چې د ښکارې بې‌رحمه او ظالمانه کړنه ولیده، ډېر ژر یې ښکاري پر پښه وچيچه، ښکاري چیغه کړه خوږ شو، کوترې چې د ښکارې غلبله واورېده سمدستي یې والوته.

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

د کوچني سوی هوښياري

Sep 04, 2018 29

د يوه شنه غره په لمن کې يوې سويې دوه زامن درلودل، ډېر ورباندې ګران وو. سويه به د ورځې ووتله، مازديګر به ناوخته راغله، دوی ته به يې ډېر واښه راوړل. سويه چې به هر سهار وتله، دوی [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې