شهيد سيدال خان ناصر؛  له چارواکېو څخه يوه غوښتنه
۱۱ میزان ۱۳۹۷ 158777 0 نظر ح. حق‌وېش

شهيد سيدال خان ناصر؛ له چارواکېو څخه يوه غوښتنه

 

 

لومړۍ برخه

شهید سیدال خان د ابدال خان زوی د بریم خـګان لمسی د باړې «باړېزي/ باړخېګل» کړوسی د دورال کوسی دی. د وازیخوا سر ته په ډیله نومي ځای کې يې د نړۍ ستړي ژوند ته سترګې روڼې کړې دي، د سیدال خان پلار ابدال خان په خپله له سلطان ملخي توخي سـره ملګری و او له مغلو یې استقـلال واخیست؛ نو «باړېزي/باړخېل» له ابدال خان سره یو ځاى راغلل او د زابل په اټغر ولسوالي کې مېشته شول.

سیدال خان ناصر یو ښه زړور، وطن‌دوست، ښه عالم او فاضل شخصیت و، له دې پرته د پښتو او فارسي ژبو یو تکړه شاعر هم و.

نوموړی د میرخان هوتک له وخته بیا د شاه محمود، شاه اشرف او شاه حسین تر وخته د هېواد له دښمنانو سره په پوره مېړانه او زړورتیا جنګېدلى دی چې د اصفهان نيول بیا یې پر ټول پارس باندې د شاه اشرف پاچاهي ومنله، د ښې جنګي پالیسي او مهارت په ذریعه ۱۲ زره ترکان د جنګ په ډګر کې ووژل شول او د ګیلان په سیمه کې يې له روسانو سره سختې جګړې وکړې چې روسي جنرال لیواچوپ ماتې وخوړه، هغه سيمې چې د ایران خاوره وه روسانو او ترکانو د طهماسب په لارښوونه سره وېشلې وې له دواړو امپراطوريو څخه دا سیمي د سیدال خان د توري په زور خلاصي شوې ترکانو او روسانو چې ډیره سخته ماته خوړلې وه. د آفغاني لښکر شهامت، شجاعت، غیرت او د توري شړنګ ته په ناچاري سره سولي ته راضي او غاړه کېښودله چې په 13 او 14 فبروري 1729زیږدیز کال کې د سولي تړون د شاه اشرف او د روس د امپراطور ترمنځ د "رشـت" په ښار کې لاسلیک شو.

شهید سیدال خان ناصر د هوتكو د دورې یو مهم او غښتلی پهلوان نظامي سپاه سالار وؤ او بې مبالغې ویلای شو چې دا پښتون جنرال د هوتکو د جنګونو ملي هېرو(اتل) دی ځکه چې د دوۍ د ټولو جګړو  څخه یې له ابتدا بیا تر انتها پوري په مېړانه او زړورتیا سره دفاع کوله او په ټولو فتوحاتو کې (څه په داخل او څه په خارج کې) د خورا ځلېدونکو کارنامو څېښتن وؤ د محمد هوتک په عبارت (په سخاوت اوشجاعت زبده روزګار سو) هغه وخت چې میرویس نیکه ګورګین مړ کړ سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپاه سالار وټاکل شو او په حربي او نظامي خدمتونو کې داخل شو بیا هغه وخت چې صفوي لښکر د کندهار د نیولو لپاره راغله همدا ملي پهلوان د ملي قاید له خوا د هغه د مقابلې لپاره ورمخکې شو او صفوي لښکرې یې څو واره پر له پسې ماتي کړې او ډیر جګړن یې ترې وؤ وژل او د میرویس خان د وخت په ټولو جګړو کې بریالی او فاتح وؤ. بیا چې ملي زعیم ومړ. اعلیحضرت شاه محمود د دغه ملي جنرال په مرسته اصفهان ونیو او د پښتنو شهنشاهي یې تشکیل کړه او بیا د شاه محمود تر مرګ وروسته له اعلیحضرت شاه اشرف سره د پاریس عثمانې او د روسې په ټولو جګړو کې ملګری او غښتلی سپاه سالار وؤ او په هر جنګ کې سوبه او بری په برخه وؤ همدا رنګه وروسته له نادرشاه سره په مدافعوي جګړو کې اخته سو او همدا سیدال خان وؤ چې د پښتنو د شهنشاهۍ څخه یې سخته دفاع کوله څو یې دا دفاع تر کندهاره را ورسیده او په کندهار کې هم تر وروستي طاقت پوري د شاه حسین سره یو ځائ د نادر په مقابله کې وجنګېد او د سیدال خان ناصر قوي روح ترپایه پوري نادرشاه ته سر ټیټ نه کړ او څو چې یې کولای شو د پښتنو د حق څخه یې دفاع وکړه. خو کله چې د دې مېړني لاس د قلات په بالاحصار (غونډ) کلا کې د نادر آفشار د جګړنو لخوا څخه زخمي شو او دی د جګړنو په ولکه کې ګیر پاتي شو دغه نوموړی جنرال په اسارت سره کندهار ته بوتلل شو سترګي یې د نادر آفشار په آمر سره ور ړندې کړل شوې نادر په دې وجه د سیدال خان ناصر سترګي ړندې کړې نادر به ویل چې هیڅ جرات نشم کولی چې د داسې یوه قهرمان او مېړني سپاه سالار قهرمانو سترګو ته وګورم نو د خپلو جګړنو په واسطه یې د هغه سترګي ویستلې او ړوند یې کړ سیدال خان د سختو زخمونه څخه یو څه موده ژوندی وؤ او وروسته په کابل کې د دې نړۍ څخه د تل لپاره کوچ شـو. د سیدال خان د شهادت سره د هوتکیانو واکمني یا شهنشاهي هم پائ ته ورسیده.

د دې ملي اتل په نوم په زابل ولایت کې د والي صېب دفتر ته مخامخ د څلورلاري په منځ کې د ناصرو د یو څو سپینږیریو  په هڅه او کوشش یو څلی(مینار) جوړ شو چې په دې هکله محترم لیكوال او تاریخ پوه شیرین خان ناصر په خپل کتاب(د پښتنو قبیلې، شجرې، مینې، او نومیالي) په 740 او 744 مخونو کې د یادوني په ډول سره داسې لیکې په زابل ولایت کې د سیدال خان تاریخي مینار د محمدایوب خان په کوښښونو د ناصرانو په کومک جوړ شو په هغه وخت کې د زابل والي صېب ښاغلی بیت الله خان غرنی وؤ نوموړى د خوست د ولایت په خټه تڼی پښتون وؤ.

د زابل والي بیت الله غرنی په زابل ولایت کې د 1355لمریز  کال د چنګاښ په 25 نیټه د شهید سیدال خان د مینار افتتاح وکړه.

چې د محمدایوب خان په رهبري د ناصرو په ملاتړ جوړ شو خو په پټه حکومت په دفتر کې د جمهوریت په نامه تحریر کړیده.

خو دا څلی اوس مهال يوازې د مینار په نوم یادېږي کله چې د یو چا څخه پوښتنه وکړې چې دا څلی د چا په نوم دې. درته وایي نوم نه لري دا يوازې د مینار په نوم یادېږي او فرهنګپاله ځوانان یې د جمهوریت د مینار په نامه یادوي چې د بیت الله غرنی تاریخي مریثه ورته پاتې ده چې د یوه ملي اتل نوم یې له هم دې مینار څخه لېرې کړ په ځای یې د جمهوریت نوم ورکړ. د دې څلي د نوم روښانه کولو لپاره  د اطلات او کلتور له محترم وزارت څخه، د زابل ولايت د اطلات او کلتور له ریاست، د زابل د ولايتي شورا، دولتي چارواکو او د زابل ولایت د ټولو مشرانو مدني فعالانو او ځوانانو څخه غوښتنه کومه چې په دې هكله جدي اقدمات وکړي چې دا څلی بېرته د شهید سیدال خان په نوم وه نوموي. او  دا غوښتنه هم د محترم وزارت، محترم ریاست، له چارواکو او د زابل ولایت د مشرانو او ځوانانو څخه کوم كله چې د نادرشاه ځواکونو د کندهار له محاصرې وروسته د  قلات لوري ته مخ وکړه په دغه وخت کې سیدال خان ناصر د خپلو څلورو زرو (4000) جګړنو سره پسې راوؤت د ښاري صفا او د قلات تر منځ یې په ایراني لښکرو حمله وکړه دا لښکر یې ماتې ته نږدې کړې وه چې نادر د یو لوی لښکر سره راورسید. سیدال خان ناصر ایرانیان پرېښودل او د قلات خوا ته ستون شو د قلات په کلا ننوت او هلته د اعلیحضرت شاه حسین د زوی محمد هوتک او خپلو نورو جګړنو سره د محاصرې په حالت کې وساتل شول او نادر په خپله کندهار ته ستون شو.

سیدال خان او محمد هوتک د قلات کلا او ښاري صفا څخه پوره دوه (2) میاشتي د دوښمن په مقابل کې مقاومت او دفاع وکړه خو د ایرانیانو ستر لښکر د کلات په کلا باندي په ورختلو بریالى نه‌شوو؛ نو د غربي بې‌غرتي کارو ته یې مخه کړه. چې په دې نامردانه عمل سره پښتانه جنګ ته مجبوره کړي او سیدال خان د کلا څخه راوباسي، ځکه دوی فکر کاوه چې د غلجو د کومکې لښکرو تر را رسیدو له مخه دوى په قلات باندې قبضه واچوي او د پښتنو ملي قهرمان سیدال خان ناصر له ډیر لږ لښکر سره تسلیم کړي ځکه چې په محاصره کې پاتې و او د نادر لښکرو د سیدال خان نیول د کندهار د محاصرې د خلاصیدو کیلۍ بلله.

سیدال خان چې د غلجو نورو لښکرو ته بلنه ورکړې وه هغوۍ ډیر وځنډیدل نو سیدال خان مجبوره شو مرستندوی لښکر ته نور انتظـار نه شو د کلا څخه راوؤت لاس په ګریوان د نادر له لښکرو سره په جنګ بوخت شول د نادر ډېر جګړن یې ور ووژل او د نادر د لښکرو د ناوړه چلند مخه یې ونیوله چې تر څو په زخمي حالتو کې د جګړنو په پنجو کې ګیر شو.

د سیدال خان د جنګونو لړۍ هم دلته د قلات کلا په آړخ کې پوره شوه چې تر څو پکښي قرباني شو اوس مهال چې په هم دې سیمه کې د ځوانانو لپاره د لوبو یو پـارک جوړېږي نو دا غوښتنه کوم چې دا پارک د شهید سیدال خان ناصر په نوم ونومول شي. دا پارک چې خاص د دې نوم ارزښت لري چې د ملي اتل او ملي سپاه سالار د قـلات او د ټول آفغانستان لپاره په هم دې ځائ کې قرباني شو او دا پارک خاص د کابل کندهار د لوي لاري په سر د کابل د خوا څخه ښیي آړخ ته ودان دې چې د لوي لاري په سر تېروندکې آفغانان د اتل د تاریخ څخه آګاه کېږي او بله خبره دا هــم ده چې د دې ملي اتل سپاه سالار په نوم موږ په  ټول افغانستان کې د یوې لېسې ماسیوا بل هیڅ نومول شوی ځائ نه لرو د یو داسې ملـي اتل لپاره خو په قلات کې پخوا لازمه وه چې د ده په نوم یوه سیمه یوه لیسه یا یوه ودانۍ کړي، خو نن هغه مینار چې د زابل د قومي مشـرانو او سپينـږيرو په مټ رغول شوى و په یوه بل نوم یادېږي دا خو پرېږده چې دوی یو بل داسې کار وکړي چې د هغه تاریخ پکې را څرګند شي، په نورو هېوادونو کې د یوه عادي سرباز په نوم واټونه نومول کېږي لکه څو کاله وړاندې چې امریکا د خپلو هغه عسکرو په نوم واټونه ونومول کوم چې په افغانستان او عراق کې د جنګ له امله وژل شوی و. داسې یو ویاړلى کار زموږ اوسني ولسمشر محمد اشرف غني هـم وکړ کله چې د 2015 زېږدیز کال د جولای په لومړۍ نېټه د پکتیکا په سرحدي سیمه برمل اولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغانستـان په خاوره کې تاسیسات جوړېدل او د افغان ځواکونو له خوا ورسره نښته وشوه چې په بدل کښې اته (8) پاکستاني عسکر ژوبل شول او په افغان ځواکونو کې دوم ساتنمن نجیب الله د پاکستاني ځواکونو له خوا شهید شو.

نور بيا...

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې