ايا د بايومټريک کارول ممکن دي؟
۱۰ میزان ۱۳۹۷ 144411 0 نظر sarkhat.af

ايا د بايومټريک کارول ممکن دي؟

په داسې حال کې چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون ته په ټاکنيزه پروسه د خلکو او سياسي ګوندونو د باور لپاره يوازې يوه لاره پاتې ده او هغه د بايومټريک سيسټم له لارې د دغه پروسې پر مخ وړل دي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دا اندېښنې په ډېرېدو دي چې څه ډول د ټاکنو کمېسيون په دومره کم وخت کې کولای شي، دغه ماشينونه ټولو ولايتونو ته ورسوي، هغه منظم او فعال کړي او د هغه لپاره له غزني پرته په ۳۳ ولايتونو کې کارکوونکي ټرېننګ کړي.

که څه هم د ټاکنو کمېسيون ژمنه کړې وه چې تر ننه (د وږي تر لسمې نېټې) به ټول بايومټريک ماشينونه په کابل کې د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته رسېږي، خو تر دې مهاله يوازې څه باندې څلور زره بايومټريک ماشينونه دغه کمېسيون ته رسېدلي دي او شاوخوا ۱۷ زره نور تر دې مهاله د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان په څېر يوه ټولنه کې چې د بدخشان په شغنان او د اروزګان په چوره ولسوالۍ کې ښايي خلک د موبايل ټلېفون په کارولو سم ونه پوهېږي، څه ډول ممکنه ده چې په ټول افغانستان په ځانګړي ډول لرې پرتو سيمو کې په دومره کم وخت کې دغه ماشينونه هرې سيمې ته ورسېږي، کارکوونکي ټرېننګ کړل شي او خلک وکولای شي له دې لارې خپلې رايې وکاروي.

له بده مرغه د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې برخه کې ډېره بې غوري وکړه او په لومړيو کې چې دغه طرحه د سياسي ګوندونو له لوري وړاندې شوې وه، هغه مهال پرې د ټاکنو کمېسيون غوږونه کاڼه کړل او اوس چې تر پوره فشار لاندې راغلل بالاخره اړ شول چې دغسې يو څه ومني. که څه هم دا ښه وړانديز او ښه طرحه ده خو په دومره کم وخت کې د افغانستان په څېر يوه ټولنه کې د دغه ماشينونو کارول او د بايومټريک پروسې مخکې وړل يو څه ناممکن برېښي.

غوره دا وه چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون له لومړي سره د سياسي ګوندونو پر دې وړانديز غور کړی وای، له هماغه وخته يې ورته چمتووالی پیل کړی وای او هغه وخت په خورا ښه ډول ممکنه وه چې له بايومټريک ماشينونو کار واخيستل شي. ځکه د دې لپاره به پوره وخت وو، چې دغه ماشينونه و ازمويل شي. تخنيکي کارکوونکي ورته وروزل شي او بيا تر ټولو فعال او ښه ماشينونه په ۳۳ ولايتونو کې شاوخوا ۲۱ زره محلونو ته ولېږل شي. له بل لوري چې کله بيا حکومت او د ټاکنو کمېسيون له دې طرحې سره مخالفت وکړ او فکر يې کاوه چې د اوس لپاره افغانستان کې ممکن نه دی ښه دا وه چې په خپل دريځ درېدلي وای او په دومره کم وخت کې يې د سيستم بدلولو او بايومټريک کولو پرېکړه نه وای کړې.

اوس چې د ټاکنو کمېسيون له دې پرته بله لاره نه لري، د دغه کمېسيون چارواکو ته ښايي چې د معمول پر خلاف خپل کارونه چټک او د درېیو ورځو او يوې اوونۍ کارونه په يوه ورځ کې ترسره کړي.

تر څو يو ځل بيا د افغانستان پارلماني ټاکنې د جمهوري رياست او ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په څېر بدنامه نه شي او خلک په رښتيني ډول په ولسي جرګه کې خپل ځان او استازي وګوري.

له بل لوري په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو او جريانونو فشار هم يوه ستره ستونزه وه او دوی بايد دا درک کړې وای چې په دومره کم وخت کې د بايومټريک سيسټم کارول ممکن دي او که نه. خو له بده مرغه سياسي ګوندونو او جريانونو په خورا سرزورۍ خپل غوښتنه په کمېسيون وتپله، په څو ولايتونو کې يې د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز دفترونه وتړل او د دغه کمېسيون کارونه يې لا له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.

اوس چې ټاکنو ته خورا کمه موده او يوازې ۱۷ ورځې پاتې دي د ټاکنو کمېسيون ته ښايي چې خپل کارونه چټک کړي او په رښتيني ډول د رڼو ټاکنو زمينه برابره کړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې