ولې د رباني د وخت بيرغ پورته کېږي؟
۲۱ سنبله ۱۳۹۷ 152644 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولې د رباني د وخت بيرغ پورته کېږي؟

 

له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې د رباني د حکومت بیرغ ولې هر کال د شهید د اوونۍ د نمانځنې پر مهال په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پورته کېږي؟ یو شمېر نیم‌لوستي فکر کوي چې دا درې رنګه «سپین، تور او زرغون» بیرغ د جمعیت اسلامي ګوندي بیرغ دی، خو دا خبره سمه نه ده، بلکې دا بیرغ چې هر کال د شهید اوونۍ په بهانه د احمد شاه مسعود پلویان پورته کوي، له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې د مجاهدینو د اسلامي دولت بیرغ وو چې د ۹۶م کال په وروستیو کې له کابل او وروسته د طالبانو له خوا د افغانستان له ۹۵ په سلو کې خاورې ورټول شو او د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د تل په مخه د افغانستان د اسلامي دولت نوم، اساسي قانون، بیرغ، ملي سرود حکومتي سیسټم او هر څه پای ته ورسېدل.

په بن کې د موقتې ادارې په راتلو سره نوی اساسي قانون جوړ شو چې  د افغانستان د بیرغ ډول پکې واضح شوی او هیڅوک حق نه لري چې د پخوانیو حکومتونو بیرغونه د ښار په لارو او کوڅو کې له وسلو سره کښته پورته کړي او د واکمن نظام او بیرغ په مقابل کې یې ورپوي.

د شهید د اوونۍ د نمانځنې په بهانه د مجاهدینو د حکومت د بیرغ پورته کېدل چې اوس یې په نوم او نښان په افغانستان کې هیڅ نه‌شته د دغه تاریخي هېواد اوسني ملي بیرغ ته سپکاوی او یا په بله مانا نه درناوی دی چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

د هېوادونو په دننه کې هره سیاسي ډله خپل بیرغ لري او دغه ګوندونه حق لري چې په خپلو دفترونو او خپلو ناستو او لاریونونو کې خپل بیرغ پورته کړي. دلیل یې هم دا دی چې د دوی پېژندګلوي وشي او له دوی سره د همغږو خلکو د څومره‌والي او څرنګوالي پته ولګېږي، خو هیڅ ډله د دې حق نه لري چې د داسې دولت بیرغ پورته کړي چې نه یې په نوم څه شته او نه یې ارمانونه پاتې دي.

مګر یوه ډله هر کال د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ځینو برخو کې د هغه پخواني فسخ شوي حکومت بیرغ د ملت تر منځ د درز پیدا کېدو په موخه پورته کوي.

تر اوسه یې په خپله پورته کوونکي هم په مفهوم نه پوهېږي چې ولې یې دې کار ته ملا تړلې، خو که یې د مشرانو موخه دا وي چې تر هغه بیرغ لاندې د دوی مشهور قوماندان احمدشاه مسعود وژل شوی؛ نو بیا یې لویه تېروتنه دا ده چې د ملي اتل ورکړی صفت ځنې سلبوي او یوازې د هماغه پورته کړي بیرغ د پلویانو اتل یې بولي. که موخه دا وي چې د مرحوم رباني د واکمنۍ برم او دبدبه ملت ته وښیي، بیا هم تېروتنه کوي، ځکه چې د برهان الدین رباني حکومت د بدخشان او پنجشېر له غرونو پرته په نور افغانستان کې چا نه پېژاند او د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان لویه برخه د هغه په حکومت کې لوټې لوټې او د راپورونو پر اساس په لسګونو زره بې‌ګناه خلک شهیدان شول.

که د پخواني بیرغ پورته‌کوونکي د مجاهدینو حکومت غواړي، بیا هم اشتباه کوي او په دې نه پوهېږي چې ۱۷ کاله وړاندې هغه دولت رسمي منحل شو او د بیرغ اصلي مشران یې اوس د افغانستان د درې رنګه تاریخي بیرغ تر سیوري لاندې سیاسي فعالیت کوي او د مجاهدینو دولت د خپلو ناکامیو له کبله د یوې لسیزې په اوږدو کې له منځه ولاړ.

د خندا کیسه خو دا ده چې د پخواني بیرغ لېږدوونکي تر ډېره داسې تنکي ځوانان دي چې د خپل ایډیال حکومت پر مهال لا دې نړۍ ته نه وو راغلي او هغه چې پیدا شوي وو ډېربه یې د مور له غېږي پرته له کوڅې سره هم اشنا نه وو. د داسې بیرغ پورته کول او په ښار او واټونو کې یې لېږدول چې هیڅ نوم او نښان یې پاتې نه دی او نه ترې څوک ښه خاطره لري، پخپله د بې‌سوادي او ناپوهي د وروستي حد څرګندونه کوي. د دغه بیرغ تر چتر لاندې په افغانستان کې داسې بدبختۍ وشوې چې بشریت یې د ډېرو په خبره د تاریخ په ثبتولو شرمېږي او افغانان یې په یادولو حوصله له لاسه ورکوي.

بله خوا د شهیدانو اوونۍ هم د یوې مشخصې کړۍ له خوا د افغانستان په پلازمېنه کې لږ تر لږه د قوماندان مسعود د پلویانو له خوا د سیاسي او قومي زور ښوولو د مارش په توګه کارول کېږي او دغه ورځ د همدې کړۍ له خوا یرغمل شوې، خپل قوماندانان شهیدان او نور رښتیني شهیدان په نشت حساب بولي.

همدغه ډله هڅه کوي چې د شهید د ورځې په بهانه د شهید ټول امتیاز د خپل قوماندان حق وګڼي او یوازې د هغه تصویرونه پر دولتي ادارو، موټرونو او واټونو هر ځای وځړول شي او تمه یې له ټول ولس څخه دا ده چې دوه لاسه سلام ورته ووهي. یوه خبره اوس له هیچا پټه نه ده چې په پلازمېنه کې د مسعود د لارویانو غیرفرهنګي غورځې پرځې چې ډېر ورته د لنډه‌غریزم کلمه کاروي، د هغه پر ارمانونو خاورې ور اړوي او د هر کال په تېرېدو یې د دغه ډول لنډه‌غري له کبله د مخالفانو شمېر په زیاتېدو دی او له دوی څخه کرکه په پراخېدو ده.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې