د اپل دوه سیم کارټه ټليفون څه ډول دی؟
تازه یو شمېر هغه رسنیو چې د ټکنالوژي په اړه معلومات خپروي، د اپل ټلېفون د دوه سیم کارټه بڼې عکس خپور کړی.
پر ټوېټر دې خپور شوي تصویر کې ښکاري چې ایفون دوه سیم کارټه ټلېفون به اېکسسي۶،۱ انچه ایل سيډي ولري.
که څه هم ویل کېږي چې نن د سپټمبر په دوولسمه نېټه د ایفون په وړاندې کېدونکیو ټلېفونونو کې به دا هم وي، خو ښکاري چې له دې ټلېفون سره نور توکي هم یو ځای وړاندې کېږي.
دا ټلېفون ان سور او بېلابېل رنګونه لري چې ډېر یې سپین، خاکي، طلايي او سره دي.
له دې ایفون سره به درې ډوله نور ټلېفونونه هم بازار ته وړاندې شي.
0 نظرونه