ماشومان ستاسې سيوري دي
۲۱ سنبله ۱۳۹۷ 430843 0 نظر ژباړه؛ عصمت الله صالح

ماشومان ستاسې سيوري دي


کله چې له یو چا سره مرسته کوئ، ماشومان مو ويني او ستاسې له خوی او عادته الهام اخلي؛ نو په همدې خاطر تل داسې کوئ چې څنګه تاسې خپل ماشوم غواړئ. دا خبره کلي نه ده، خو اکثري ده چې په راتلونکي کې ستاسې د ماشوم شخصيت د هغو کړنو مجموعه ده چې د ده تر مخ مو کړې دي او يا مو دی په جريان کې کړی دی.

د ماشوم په روزنه کې تر ډېرو مهمه دا ده چې باید مور او پلار خپل ماشوم هر وخت او په هر ځای کې تر نظر لاندې وساتي، داسې هم نه چې هغه ځان د يوه غله غوندې احساس کړي. مور او پلار د ماشوم پر حرکاتو پام ساتي، هغه خبرې چې مور او پلار یې په خپلو منځونو کې کوي، ماشوم يې ډېر په ځيرکتيا اوري.
پام مو وي زموږ هره کړنه د ماشوم تر نظر لاندې ده.

د دوی سالمه روزنه زموږ په لاس کې ده. موږ مشران چې هر پرېکړه کوو، هر لغت چې په ژبه وایو او هر کار چې ترسره کوو، زموږ د ماشومانو تر قوي او ژور نظر لاندې دی او زموږ له ټولو کړنو او حرکاتو ماشومان هره شېبه لوی الهام اخلي.

له دې واقعیته سترګې نه‌شي پټېدای چې ماشومان له موږ زده‌کړه کوي، هغوی زموږ د مثبتو او منفي حرکاتو تقلید کوي چې دغه الهام بښونکي محاکات د دوی په نېک او بد شخصیت جوړونه کې لوی لاس لري.
 

د هغو پلرونو لویې تجربې چې د خپلو زامنو په روزنه کې یې لري، د «ګود مِن پروجکټ»  وېبپاڼې د خپلو لوستونکيو له‌پاره شریکې کړې دي، په دې اړه یې هغو ۷ حرکاتو ته اشاره کړې چې ماشومان یې په ځانګړي ډول له مور او پلار تقلیدوي؛

ماشوم مور و پلار څاري

۱. ماشومان په ډېره ځیرکتیا ستاسې کړنې او حرکات ګوري، الهام ترې اخلي او په هماغه شېبه کې دغه تقلید په خپلو حرکاتو کې وړاندې کوي.

۲. هغوی په همدې وخت کې له نورو هغو خلکو سره یو ځای ستاسې حرکات ګوري چې له تاسې سره په اړیکه کې دي او خراب خویونه لري. په دې کې هيڅ شک نه‌شته چې ستاسې زامن ممکن تر دې نور هم زیات حرکات ولري.

۳. ماشومان دې ته هم پام کوي چې تاسې څه ډول د خپلو پیسو او مالي کاروبار مدیریت کوئ.
۴. ماشومان د خپلو پلرونو هغه اړیکې هم تر څار لاندې نیسي چې د ټولنیز دریځ له مخې یې له هغه کسانو سره لري چې  تر دوی په لوړه یا ټیټه اداره کې کار کوي، لکه د یو شرکت رییس، مامور یا پولیس او له هغوی سره یې هغه د احترام اندازې ته هم فکر کوي او دې ته هم ګوري چې پلار یې له دې کسانو سره څومره په ادب خبرې کوي.
۵. ماشومان د ژوند هغه نظم، اصولو او مقرراتو ته هم ژور فکر کوي لکه مور و پلار یې چې په خپل ژوند کې ورته لري.
۶. ماشومان ستاسې  شخصیت او رښتینولي ته هم پام کوي، هغه چې ستاسې ورځنۍ چارې ترې برخمنې دي.

۷. ماشومان ستاسې له ورکړې او سخاوته الهام اخلي، د زړه له تله له خلکو سره مرسته وکړئ چې د دوی راتلونکی هم جوړ پاتې شي.

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې