د جنګي ډرامې پای او له خلیلزاده د سولې تمه
په سیمه او نړۍ کې د زلمي خلیلزاد پر ټاکنه په لویه کچه تبصرې او تحلیلونه روان دي. د هغه له ټاکنې تر اوونۍ د کمې مودې په تېریدو د نړۍ د مخکښو رسنیو تندي لا هم د دغه افغاني الاصله امریکايي سیاستوال په نوم او تصویر لړلي دي. دی نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه پېژندل شوی امریکايي ډیپلوماټ دی چې له شوروي یرغل نیولې تر افغان جګړې، عراق، ملګرو ملتونو او طالب سولې، په ډېرو نړیوالو کشالو کې یې په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې لومړي او دویم کس ته زبردستې مشورې او نقشې په لاس ورکړې دي.
د شلمې پېړۍ په وروستیو ۲ لسیزو کې یې د شوروي د ماتولو او د افغانستان له ولس او تنظیمي ډلو سره د واشنګټن د مرستو په چینل کولو او د تنظیمي مشرانو او سيایاې (CIA) او سپینې ماڼۍ تر منځ تر ټولو مهم اړیکوال و.
له شوروي منګولو د خپل پلرني ټاټوبي د ازادي په برخه کې د ریګن ادارې ته د افغانستان د نوي تصویر وړاندې کول د خپل اصلي هېواد په اړه د هغه لومړنی مهم امریکايي ـ افغان ماموریت بلل کېږي چې د سپینې ماڼۍ او پنټاګون دننه یې پیل کړ او امریکا يې د تاریخ په یوه مهمه جګړه کې د افغانانو تر شا ودروله.
کېدای شي له افغان جهاد سره د امریکا د ملاتړ دلیلونه ډېر وي، خو خلیلزاد پکې نېغ په نېغه له جهادي مشرانو او افغان ډلو سره د امریکایانو د راشه درشې په برخه کې مهم لوبغاړی ګڼل کېږي.
د تنظیمي جګړو پر مهال خلیلزاد له افغان خاورې د ټاپي د ګازو د نللیکې د تېرېدو په هڅو بوخت و او تمه یې دا وه چې خپل پلرني هېواد ته به یې سیاسي او اقتصادي ګټه ور په برخه کړي. له طالبانو سره د امریکا په جګړه کې خلیلزاد د سپینې ماڼۍ تر ټولو مهم لوبغاړی او سلاکار و چې د ده له نظرونو په ګټې اخیستو د بش ادارې طالب رژیم را نسکور او په بن کې د افغانستان لپاره د حامد کرزي په مشري لنډمهاله حکومت را منځ ته شو.
تر هغه وروسته خلیلزاد د افغانستان د بیا ودانۍ او دلته د امریکا د موخو د تر لاسه کولو په برخه کې په داسې لوبغاړي بدل شو چې هم د افغانستان د ابادي او ښېرازي او هم د امریکا د ګټو ذمهواري ور له غاړې شوه.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې تازه د ډېر څه د کولو لپاره د خلیلزاد اړتیا نومول کېده. دی د واشنګټن له خوا عراق ته واستول شو او له هغه ځایه د ملګرو ملتونو په دفتر کې د امریکا استازیتوب ور وسپارل شو.
په دغه موده کې هم د هغه فکر د افغانستان پر لور ور کوږ و او تر هغه وروسته یې په منظم ډول د رسنیو او څېړنیزو مرکزونو له لارې د افغانستان په اړه خپل نظر ورکاوه او د افغانانو د دښمن هېواد پاکستان په اړه یې دریځ پرېکنده و.
هغه د خپل ټویټر په مټ د افغانستان او امریکا په تړاو د پاکستان زړه ورشین کړی و او له همدې کبله پاکستانیانو دامریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سولې په برخه کې د ځانګړي سلاکار په توګه د هغه له ټاکل کېدو سره اندېښمنونکی هرکلی وکړ.
د ښاغلي خلیلزاد لپاره نوی ماموریت د ډېرو په باور له ننګونو ډک بلل کېږي، خو په کور دننه باور دا دی چې خليلزاد د دې وړتیا لري چې خپل اصلي هېواد د سولې خاوند او د افغان بچو د وینې د بهېدو سېلاب ته پټم واچوي.
مایک پامپیو اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو له ده سره مرستې ته ګمارل شوی دی.
دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکا د جګړې خلاف د سولې په برخه کې د افغانستان لپاره یو فوق العاده افغان پېژاندی سیاستوال خپل استازی ټاکي. واشنګټن داسې مهال خلیلزاد ته د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو رول ورسپاري چې په نږدې راتلونکي کې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې کېږي او تمه ده چې ښاغلی خلیلزاد یې مشري په غاړه ولري.
لکه چې پر افغانستان د جګړې پر مهال امریکا د زلمي مشورو ته مخ ور اړولی و، داسې ښکاري چې د سولې د ټیکاو په برخه کې هم ورته هغومره اړتیا احساسوي.
پر نوې دنده د هغه له ټاکل کېدو سره په افغانستان کې د سولې د راتلوپه اړه خوشبیني زیاته شوې او د افغانستان د هر ټبر، هر سیاستوال او هر اړخ په اړه د هغه پوهاوی هغه څه دي چې د سولې د خبرو په برخه کې د هغه د وړتیا امتیاز بلل کېږي.
خليلزاد همدا دوولس ورځې وړاندې په کابل کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون له بېلابېلو اړخونو سره ولیدل او ښکاري چې په کور دننه د هغه دغه ډول لیدنې به د سولې په هڅو کې د هغه لاسونه ازاد او ملا به یې د کابل له اړخه هم تړلې وي.
له ولسمشر غني او افغان حکومت سره د هغه نږدې اړیکې به د سولې په خبرو کې شته تیارې له منځه یوسي او د افغان حکومت لپاره به د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو له اړخه ډاډ تر لاسه شي. له ښاغلي غني سره د هغه د لسیزو اړیکو ته په کتو به د کابل او امریکا تر منځ د سولې په ممکنه معامله کې د افغانستان هر اړخیزه ښکېلتیا ډاډمنه او د معاملې پر ټولو اړخونو به افغانی رنګ پروت وي.
په طالبانو کې دا باور بېخي اوچت دی چې له امریکا سره مخامخ خبرې افغانستان ته سوله راوستلای شي.
په افغانستان کې د حکومت په ګډون ډېر نور هم پر دې باور دي چې د خلیلزاد په څېر امریکايي لوبغاړي د سولې خبرې د افغانستان د خیر پر لوري بېولای شي.
په امریکا کې هم دا باور تر بل هر مهاله لوړ شوی چې د امریکا د تاریخ دا اوږده جګړه یوازې او یوازې د خبرو اترو په مټ حل کېدای شي او د همدې لپاره یې خلیلزاد ته په دغه برخه کې لاس ورغځولی دی.
0 نظرونه