د کرېکټ اسیايي سیالیو ته ۱۹ کلنه لوبډله اعلان شوه
۱۴ سنبله ۱۳۹۷ 151220 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د کرېکټ اسیايي سیالیو ته ۱۹ کلنه لوبډله اعلان شوه

 د افغان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالیو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله اعلان کړه.

د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک وايي، د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لپاره غوره شوي لوبغاړي د بېلابېلو اوږدو مرحلو تر تېرولو وروسته د غوراوي کمېټې له‌خوا انتخاب شوي دي.

د هوتک په خبره، تر ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې نږدې ټول لوبغاړي نوي دي چې له بېلابېلو زونونو د ازموینو او يو لړ سیالیو وروسته‌يې دغې لوبډلې ته لار پيدا کړې ده.

د ده په خبره، د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د اسیا د ۱۹ کلنو جام په سیالیو کې له ګډون وړاندې د هندوستان په لکنوو ښار کې يو لړ تمریناتي لوبې هم وکړي.

ټاکل شوې چې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالۍ د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د سپټمبر په ۲۸مه پیل شي.

افغانستان به په خپل ګروپ کې له نیپال، هندوستان او متحده عربي اماراتو سره په دغو سیالیو کې مخ شي.

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

ملي لوبغاړي محمد نبي له نادارو سره مرسته کړې

Apr 24, 2021 29

د کرکيټ د ملي لوبډلې غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي په کابل کې له ګڼ شمېر بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي

Mar 04, 2021 29

د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې