د کرېکټ اسیايي سیالیو ته ۱۹ کلنه لوبډله اعلان شوه
د افغان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالیو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله اعلان کړه.
د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک وايي، د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لپاره غوره شوي لوبغاړي د بېلابېلو اوږدو مرحلو تر تېرولو وروسته د غوراوي کمېټې لهخوا انتخاب شوي دي.
د هوتک په خبره، تر ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې نږدې ټول لوبغاړي نوي دي چې له بېلابېلو زونونو د ازموینو او يو لړ سیالیو وروستهيې دغې لوبډلې ته لار پيدا کړې ده.
د ده په خبره، د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د اسیا د ۱۹ کلنو جام په سیالیو کې له ګډون وړاندې د هندوستان په لکنوو ښار کې يو لړ تمریناتي لوبې هم وکړي.
ټاکل شوې چې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالۍ د بنګلهدېش په کوربهتوب د سپټمبر په ۲۸مه پیل شي.
افغانستان به په خپل ګروپ کې له نیپال، هندوستان او متحده عربي اماراتو سره په دغو سیالیو کې مخ شي.
0 نظرونه