که شيدې ورکوئ، ژر نه بارداره کېږئ
۱۴ سنبله ۱۳۹۷ 526450 0 نظر سرخط ورځپاڼه

که شيدې ورکوئ، ژر نه بارداره کېږئ

 

که څه هم چې ماشوم ته شيدې ورکول د بارداره کېدو امکان کموي، خو سل په سلو کې د اطمينان وړ خبره هم نه ده.

هغه مېندې چې ماشوم ته تی نه ورکوي او چوشک يا نور خواړه ورکوي، امکان لري تر زېږون لس اوونۍ وروسته حمل واخلي، خو دغه جريان هم په ښځو کې توپير لري .

ځينې ميندې ممکن تر زېږون شپږ اوونۍ وروسته تر يوه کال پورې حمل واخلي، خو هغه مېندې چې ماشوم ته شيدې ورکوي په ځنډ بارداره کېږي، ماشوم ته د شيدو ورکولو يوه بله مهمه ګټه دا هم ده چې د سينو يا تيو د سرطان مخنيوی هم کوي.

هغه مېندې چې ماشوم ته شيدې نه ورکوي، د سينو په سرطان د اخته کېدو امکان يې زيات دی.

اکثره مېندې ممکن په هغه ټوله دوره کې چې ماشوم ته شيدې ورکوي بارداره نه‌شي، خو په سلو کې لس سلنه مېرمنې چې ماشوم ته شيدې هم ورکوي تر لسو اوونيو وروسته يې تخمې په فعاليت راځي، ۵۰ سلنه مېرمنې بيا داسې وي چې تر شپږو مياشتو وروسته يې تخمې فعالېږي او د حمل اخيستو امکان يې زياتېږي، مګر دا هم ممکنه ده چې يوه ښځه تر هغو پورې حمل نه واخلي چې دا ماشوم ته شيدې ورکوي.

ځينې مېندې چې فکر کوي ماشوم ته شيدې ورکوي او بل حمل به نه اخلي، په اړيکو کې احتياط نه کوي، دوی ته په کار ده چې پوره پام وکړي او د ماشومانو تر منځ لږ تر لږ درې کاله فاصله په پام کې ونيسي.

که ماشومان په کم وخت او کمه فاصله کې کې نړۍ ته راشي دوه لوی زيانونه اړوي.

يو د ماشوم روغتيا ته د ضرر رسېدو امکان زيات وي او ښه نه تغذيه کېږي، روزنه او پالنه يې هم ستونزمنه وي او بل د مور پر روغتيا هم خورا ناوړه اغېزې لري او د مور بدني ځواک سخت ځپي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې