پاکستان بیا د کابل لمن نیولې
۱۴ سنبله ۱۳۹۷ 133908 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستان بیا د کابل لمن نیولې

 

پاکستان ویلي ژر به له کابل سره د سولې او ټیکاو عمل پلان یا  APAPPSپه چوکاټ کې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او باور را منځ ته کېدو په اړه په اسلام‌اباد کې ناسته ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر شاه محمود قریشي ویلي د دوی او کابل تر منځ د عمل پلان په چوکاټ کې به لومړۍ د دواړو هېوادونو تر منځ پر یوه او بل باور پیاوړی کوي او وروسته به د لاسلیک شوي سند په چوکاټ کې د افغانستان او سیمې د ټیکاو پر موضوع خبرې وکړي.

اسلام‌اباد خوشبین دی چې له کابل سره د نواز شریف د حکومت پر مهال را منځ ته شوی سیاسي بن‌بست به پای ته ورسوي او له افغانستان سره به د یوه ډاډمن ګاونډي په توګه پر اړینو سیاسي موضوعاتو تازه خبرې کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر عمل پلان د همدې کال په اپریل کې هوکړه وشوه او د مې میاشتې په نیمايي کې پرې وروستۍ خبرې په کابل کې وشوې چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

پاکستانیانو ظاهراً په خپل هېواد کې د ټاکنو منډې ترړې او د نوې ادارې راتلل بهانه کړي وو چې د ولسمشر غني غوښتنو ته د عمل جامه ور واغوندي. هغه مهال د خبرو مشري لومړی خاقان عباسي او وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې جنجوعې پر مخ بېوله، خو د اسیا په جنوب کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د باور را منځ ته کولو خبرو ته پر داسې مهال د نوي خوځښت ورکولو خبره کېږي چې کابل پر پاکستان تور لګولی چې څلور اوونۍ وړاندې پر غزني ښار د برید پلان په پاکستان کې پلان شوی او د هغه هېواد څارګرې ادارې یې مشري کړې.

سره له دې چې پاکستان د کابل دا ډول تورونه رد کړي، خو سیاسي فضا لا هم له شکونو او تورونو ډکه ده او په افغانستان کې هیڅوک نور له پاکستان سره د سیاسي ډیالوګ پر پایلو باور نه لري.

پاکستانیانو ظاهراً د ولسمشر غني له هغو نیوکو وروسته د عمل پلان په چوکاټ کې له کابل سره د خبرو وړاندیز رامخې ته کړی چې پکې د پاکستان د پوځ پر مشر نیوکه وشوه چې له کابل سره یې لیکلې او شفاهي ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې له ټاکنو وروسته به د افغانستان اندېښنو ته عملي ځواب ورکوي او د سولې په برخه کې به خپله ونډه تر سره کوي.

ښاغلی غني تر دې نیوکې وړاندې ولاړ او د پاکستان پوځي مشرانو ته یې په خطاب کې وویل چې د هغو طالب د ټپیانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې د پاکستان د پوځ له مرستې پرته ناممکنه ده.

محمود قریشي ویلي چې که کابل او اسلام‌اباد خبرو ته منظم دوام ورکړي، دوه اړخیزې اندېښنې ځواب موندلای شي، خو ولسمشر غني په خبرو کې د ریالیزم د مکتب لاروی دی او له پاکستان څخه د کړو ژمنه عملي کېدل غواړي.  

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له بین الحکومي ډیپلوماسي ور ها خوا به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان د علماوو ګډ کنفرانس هم جوړ شي چې پر نېټه یې هم د دوی په خبره هوکړه شوې، خو په دې تړاو د ښاغلي قریشي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د نېټې یادونه نه ده شوې.

پاکستان ظاهراً په جلال‌اباد کې د هغه هېواد د کونسلګري په بندېدو خپه دی او د افغانستان له حکومته یې غوښتنه دا ده چې د دوی د ډیپلوماټیکو ادارو د امنیت خونديتوب او پرانیستې ته زمینه برابره کړي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې تر بل هر مهاله ترینګلې او باور یې شړېدلی دی.

د افغان چارواکيو وینا دا ده چې هر ځل کابل پاکستان ته لاس ور وړاندې کړی، هغوی په بېخ کې ور پرې کړی، خو د افغانانو بدبختي دا ده چې د خپلې خوشباوري له کبله د کوچنیو ژمنو پر اساس اسلام‌اباد ته زړه ورخوشې کړي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په پاکستان کې څلور مختلف حکومتونه را منځ ته شوي چې هر یوه یې په پیل کې له کابل او واشنګټن سره د ښو اړیکو څرګندونه کړې، خو په حقیقت کې یې له دواړو سره لوبه کړې او له خپلې اجنډا سره سم یې خپلې ګټې پاللې دي.

افغانانو د خپل ښه نیت پر اساس د مشرف، زرداري، نواز شریف او عمران خان له حکومتونو تمه کړې چې پر طالبانو خپل سیوری ختم او دوی ته د رښتینې همکاري لاس ورکړي، خو د سردار داود خان تر حکومت وروسته پاکستان تل په افغانستان کې د مرکزي حکومت پر ځای د مخالفو ډلو ملاتړ کړی چې د ډېرو پر باور، کابل یې ننګولی.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولې او ټیکاو د عمل په ۷ ماده‌یز پلان کې دواړو ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې به ګډ کار کوي، د یوه او بل پر خاوره به تېری نه کوي او خپله خاوره به د بل پر ضد نه کاروي. د عمل پلان پر اساس د ۶ ګډو کاري کمېټو پر جوړېدو هوکړه شوې چې د دغه پلان د عملي کېدو لپاره به کار کوي، خو ښکاري چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ ستونزه د کمېټو له وسه ډېره لوړه ده او چې ولسمشر غني او جنرال باجوه یې حل نه کړي، فکر نه کېږي چې ان د عمران خان او قریشي وس دې پرې ورسېږي.

عمران خان له بري وروسته په خپله لومړۍ وینا کې له افغانستان سره د داسې اړیکو غوښتنه وکړه لکه د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر منځ چې پولو پکې ارزښت بایللی او وېزې ته اړتیا نه‌شته، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ چې د خاورې لانجه لري دا ډول تصور هم ناشونی برېښي.  

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې