
په پروان کې د چرګانو د روزنې دوه فارمونه جوړ شول
په پروان کې د چرګانو د روزنې دوه ستر فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دا فارمونه د بوستان سبز شرکت په نوښت او د کرنې وزارت له لوري جوړ شوي دي.
د بوستان سبز د کرنیز شرکت اجرائیه رییس محمد نعیم عطار په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې دوو فارمونو د جوړولو ټول لګښت ۵۳ میلیونه افغانۍ کېږي.
دا فارمونه هر یو د ۲۵ زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لري او په کال کې به د چرګانو۴۸۰ ټنه غوښه تولیدوي.
0 نظرونه