شاه محمود قریشي امریکا ته ګواښ وکړ
پر پاکستان د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو د تازه مرستو له بندېدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خورا تونده ژبه د واشنګټن د مرستو د مننې پر ځای وویل چې د امریکا دا ډالر دوی ته خیرات نه، بلکې د امریکا د ګټو لپاره یې د ترهګري ضد جګړې لګښت دی. ښاغلي قریشي په اشاروي ډول واشنګټن ته ګواښ وکړ چې که امریکا دوی ته د کال ۳۰۰ میلیون ډالره ور نه کړي، کېدای شي پاکستان د ترهګري پر ضد له جګړې بهر شي.
هغه ویلي چې د امریکا په بندو شویو مرستو دوی خپلو ځانونو ته قصرونه نه دي ودان کړي، بلکې د ترهګري پر ضد جګړه کې د پاکستان له خوا مصرف شوي. امریکا هم دا خبره مني چې پر پاکستان تازه بندې شوې مرستې د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره ورکول کېدې، خو وايي پاکستان ورسره چل کاوه او د دوی پیسې د نورو موخو لپاره کارول شوې او برعکس ترهګر پالل شوي.
په پا کستان کې چارواکي پر دې نه دي غوسه چې امریکا پرې خپلې مرستې بندې کړې، بلکې وايي چې دغه فنډ دې مرسته نه، بلکې د دوی د ترهګري ضد جګړې کلنی لګښت وبلل شي. پاکستان اوس پخپله دا خبره کوي چې د امریکا د نویو مرستو بندېدل د دوی د مزدوري د بندېدو په مانا ده چې د امریکا لپاره یې په سیمه کې تر سره کاوه، خو امریکایان وايي چې پاکستان په مزدوري کې ټګي برګي کوله او د دوی پر ځای یې ترهګرو ته چوپړ کاوه.
واشنګټن وايي چې په تېرو ۱۷کلونو کې یې پاکستان ته تر ۴۰ میلیارډه ډالرو ډېرې مرستې په سیمه کې د هغو وسلهوالو ډلو د له منځه وړلو او ترهګرو پر ضد د عملیاتو په نوم ورکړې چې د پاکستان په ګډون، افغانستان، هند، امریکایانو او د سیمې نورو هېوادونو ته یې د دوی له خاورې ګواښونه پېښ کړي دي. امریکایان وايي چې پاکستان د مزدوري او دوستي پر ځای له دوی سره دښمني کړې او له مرستې بندېدو وروسته به ورسره نور حساب کتاب هم کېږي.
په راتلونکو څو ورځو کې د دغه حساب کتاب د پرانیستې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په مشري یو پلاوی اسلاماباد ته ور روان دی چې خپلې معاملې سره صفا کړي.
د پاکستان دننه ډېر پر دې باور دي چې پر اسلاماباد د امریکا د سلګونه میلیونه ډالرو نظامي مرستو د بندېدو اغېز به د ترهګري ضد جګړه کې په خاص ډول د ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې ډېر ژر ولیدل شي.
د دغه هېواد نظامي بودیجه څه د پاسه ۸ میلیارډه ډالره ده چې د امریکا د اوسنیو درې سوه او پخوانیو څه باندې یونیم میلیارډه ډالرو د مرستې په نه ورکول کېدو سره به د دغې بودیجې څلورمه برخه پاکستان په سختي له نورو برخو پوره کړي. د پاکستان نظامي بودیجه د افغانستان تر نظامي بودیجې ۴۵٪ زیاته ده، خو د نظامیانو شمېر یې د افغانستان درې برابره زیات دی.
د پا کستان د خبري رسنیو په خبره د هغه هېواد د پوځي بودیجې ۶۰ په سلو کې په عملیاتي برخه مصرفېږي چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره د پاکستان د پوځي عملیاتو ماشین سخت ټکان خوري او تر ټولو ډېر اغېز یې د شاه محمود قریشي په خبره ممکن ډېورنډ ته نږدې له ترهګري سره پر جګړه باندې ښکاره شي.
پا کستان اوس تر بل هر مهال په ډېر روښانه ډول وايي چې که امریکا د وسلهوالو پر ضد جګړې لپاره دوی ته مزدوري ور نه کړي، ممکن دوی د دې وړتیا و نه لري چې ترهګر وځپي. ان پاکستان دا هم وايي چې د امریکا په دې ډول کړنو ممکن د پاکستان او سیمې امنیت ته ګواښ زیات شي.
خو په افغانستان، هند او امریکا کې اوس باور دا دی چې که پر پاکستان امریکايي مرستې او یا د پنجابیانو په خبره مزدوري بنده شي، ممکن تر پاکستان ډېر زیان یې هغو ترهګرو ډلو ته ورسېږي چې په غیر مستقیم ډول له همدې ډالرو تغذیه کېدل. فکر کېږي چې د امریکا د ډالرو په بندېدو سره به د پیسو د کمښت او نشتوالي له کبله د پاکستان د نظامي ادارو هغه خاښونه او برخې له منځه ولاړې شي چې د ترهګریزو ډلو د تنظیم او له هغوی سره دراکړې ورکړې لپاره جوړ شوي وو. بل خوا به د مرستو د نه ور رسېدو له کبله په ترهګرو ډلو کې بېنظمي را منځ ته او فعالیتونه به یې ټکني شي، خو که هر څه وشي، د امریکايي سټراټېژسټانو او ډیپلوماټانو په باور پاکستان دې نور د دوی له وړیا باور او سخاوتمندانه مرستو زړه او کولمې ور ټولې کړي.
د پاکستان له کړنو داسې برېښي چې له ترهګرۍ سره په جګړې کې اسلاماباد لا هم د کابل او نوي ډیلي پر وړاندې هماغه پخوانۍ تګلاره پر مخ بیايي، خو هم نوي ډیلي او هم کابل له ورځنیو پرمختیاوو سره سم ګامونه پورته کړل چې د اسیا په سویل کې یې نویو بدلونونو ته لار پرانیسته.
په پاکستان کې یو شمېر کړۍ د روان وضعيت پر ټولو اړخونو ښه پوهېږي او روانو پالیسیو ته په کتو د خپل هېواد راتلونکی ورته تیاره ښکاري. دغه کړۍ وايي چې پاکستان ته د خپلو ملي ګټو نوی تعریف په کار دی چې د څلور لسیزې پخوا خلاف دې د نن ورځې د اړتیاوو لپاره له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره خپلې اړیکې جوړې کړي.
د پاکستان دننه ګڼو څېړونکيو پر دې څېړنې ډېرې کړې دي چې د پا کستان بهرنۍ پالیسي د پاکستاني ولس خلاف د څو پنجابي پوځیانو د فکر او ګټو پر اساس جوړه شوې چې پخوانيو نظامیانو لکه جنرالانو یحی خان، ضیاالحق او مشرف ډیزاین کړې او اوسنی شاګرد باجوه یې ورځینو واقعیتونو ته له پام پرته عملي کوي.
0 نظرونه