د کوچني سوی هوښياري
د يوه شنه غره په لمن کې يوې سويې دوه زامن درلودل، ډېر ورباندې ګران وو. سويه به د ورځې ووتله، مازديګر به ناوخته راغله، دوی ته به يې ډېر واښه راوړل.
سويه چې به هر سهار وتله، دوی ته به يې ويل چې دروازې ته پام وکړي، يانې هيڅکله يې خلاصه پرېنهږدي.
شپې ورځې تېرېدې ژمی را ورسېد، سويې چې په دوبي کې يې ډېر کار کړی و، ښه ډېر واښه او نور د خوراک شيان يې درلودل. زامنو ته به يې د شپې نکلونه ور اچول او د ورځې به يې ساتېري ورسره کوله.
زامنو يې د مور هرې خبرې ته غوږ نيو او خوشاله کور يې سره جوړ کړی و.
ژمی په تېرېدو و، د پسرلي هوا چلېده، تازه زرغونه واښه را شنه شوي وو. يوه ورځ چې سپين لمر ځلېده، سويې خپلو زامنو ته وويل؛
ګورئ زه نن پورې غره ته ځم او د رامبېل چامبېل ګلان درته راوړم، که هر چا دروازه وټکوله مه يې ورخلاصوئ. کله چې زه راشم، د دروازې تر بېخ يو ګل درته را ننباسم، په دې ډول به مې وپېژنئ چې زه يم.
دوی په مور پسې دروازه ځنځير کړه او په سرای کې په لوبو اخته شول. څو دقيقې وروسته چا دروازه پورې وهله، دوی يو بل ته وکتل.
د سویې مشر زوی وويل؛ راځه چې ورشو، ورخلاصه يې کړو!
کشر وويل؛ نه نه، دروازه به نه ورخلاصوې، ولې مورجانې څه درته ويل؟
مشر وويل؛ په دې خبرو پسې مه ګرځه، څوک څه نه درته وايي ډارنه، زه درسره يم!
ماشوم سوی زارۍ ورته کولې چې ګوره که سپی يا لېوه راغی دواړه به وخوري.
مشر غوږ ورته و نه نيو او د دروازې خوا ته روان شو. په دې وخت کې دروازه بيا پورې وهل شوه، مشر ورباندې غږ کړ؛
ـ څوک يې؟
ـ زه يم، لېوه لالا دې يم، بچو دروازه را خلاصه کړئ، غواړم ستاسې کره ويده شم!
کشر ورته وويل؛ ولې خپل کور نه لرې؟
لېوه په ډډ غږ چې ځان يې ډېر عاجزه نيولی و، وويل؛
ـ ته خو يې خلاصه کړه، دلته به کيسه درته وکړم!
کشر سوی خپل مشر ورور تر لاس ونيو او ورته و يې ويل؛
ـ خير دی، دروازه مه ورخلاصوه، هغه به ما و تا دواړه وخوري. زه يو پر ځان نه ډارېږم، زه د مور لهپاره ځان ساتم، ته هم دغسې وکړه!
مشر ورور يې خبره ومنله او دواړو دروازې ته يوه بله ټمبه هم کېښوده.
لېوه دوه واره بيا هم دروازه وښوروله، خو اخېر ناهيلی شو او ولاړ.
مازديګر چې د کوچنيو سويانو مور راغله، دوی ټوله کيسه ورته وکړه. مور يې کشر زوی ته افرين ورکړ، ډېر ګلان يې هم د ده په لمن کې ور واچول.
مشر زوی هم وعده وکړه چې بيا به هيڅکله داسې نه کوي، خو شکر چې اوس خدای ساتلي دي.
0 نظرونه