څو ستورې چې تر باليووډ وړاندې لا ځلېدې
د هندي سېنما ډېری فلمي ستورې داسې دي چې د سېنماوو پر پردو تر راښکاره کېدو وړاندې يې نه د چا نوم زده و او نه يې پېژندې، خو په فلمونو کې تر لوبېدو وروسته يې پر زړونو راج پيل کړ، اما ځينې يې داسې هم دي چې فلمي نړۍ ته تر راتلو وړاندې يې لا پرېمانه مينه وال درلودل.
په دوی کې ایشواریا رای، لارادته، جوهي چاوله، سشمتیا سین او ځينې نورې هغه ستورې دي چې بالیووډ ته یې تر راتګ وړاندې د ښکلا د ملکو په توګه پر خلکو ځان منلی و.
ځینې وايي، دوی د خپلې ښکلا له کبله بالیووډ ته لار ومونده او بيا يې د ميليونونو انسانانو زړونه پسې خپل کړل.
0 نظرونه