پر مېړه خو به شک نه لرئ؟
۱۲ سنبله ۱۳۹۷ 136773 0 نظر جمشيد غزنيوال

پر مېړه خو به شک نه لرئ؟

يو ځای مې لوستي وو چې که نارينه د مور ټليفون پورته نه کړي، فکر کوي چې خدای مه کړه بده پېښه ور شوې ده، ټکر يې کړی، د خبرو نه دی يا ان وژل شوی دی، خو که د مېرمنې ټليفون پورته نه کړي هغه دستي خيال کوي چې کومه بله نجلۍ ورسره ده.

له دې خبرې سره ممکن ډېری نجونې مخالفت وکړي او مخالفت يې حق هم دی، خو له دې سترګې نه‌شي پټېدای چې ډېری دغه ډول شکونه «چې دوه طرفه دي» د يوې جوړې تر منځ يو بد درز دی چې خوشالي يې ورباندې تباه کېږي.

د ګډ ژوند په باب په دې ليکنه کې راغلې خبرې په نظر کې درسره ونيسئ، ممکن له بې‌ځايه شکونو خلاصې شئ او د ژوند ملګری مو هم د بې‌ځايه شک په وسيله را و نه پارېږي؛

يو بل درک کړئ

درک يو د بل د زړه پر ژبه پوهېدو ته وايي او د خولې ژبې ته پکې ډېر رول نه‌شته. که تاسې يو د بل اړتياوې په نزاکت پوره کولای شئ، رښتيا هم دې ځای ته موقع نه پاتېږي چې مېړه مو په نورو اړيکو پسې وګرځي يا حد اقل ستاسې د مينې تشه بل ځای ولټوي. دويمه دا چې هره باندېنۍ اړيکه فاجعه نه ده چې ستاسې خاوند يې لري، ممکن ځينې سم ټولنيز ضرورتونه ستاسې د شک په خاطر په بده بڼه درته ښکاره شي.

يو بل ته مينه ورکړئ

مينه کرکه په مينه اړوي، که تاسې يوه درنه خبره په خندا وزغمئ، مقابل لوری به دوې د مينې خبرې مفتې درته وکړي. په افغانستان غوندې ټولنو کې وګړي په ارواپوهنيز لحاظ په طبيعي شکل غوسه بلل شوي، د غوسه‌ شوي انسان ارام په دې کې دی چې مينه ورکړل شي. مينه نو بيا خورا متفاوتې بڼې لري او دا د انسان په ځیراکت پورې تړلې ده چې په کوم وخت کې څنګه وکړي؟ خو منظور دا دی چې که تاسې د مينې ژبه زده نه کړه، خوشالي به در نه کرکه وکړي.

د خاوند موبايل مه چيک کوئ

لومړی خو ښه دا ده چې ستاسې او خاوند تر منځ موبايل له سره مطرح شی معرفي نه‌شي. دويم دا چې که يې تاسې موبايل د امنيتي متهم د موبايل غوندې وپلټئ، څو خبرې دي، يو خو که مو څه پکې وموندل ډېر به خپه شئ، بل که مو څه پکې و نه موندل مېړه به مو خورا خواشينی شي او ستاسې به هم د خولې خوند زهر وي. هغه خبرې چې تاسې يې د مېړه په سترګو کې نه‌شئ لوستلای، د هغه په موبايل کې يې بالکل نه‌شئ پيدا کولای.

د خاوند ټولنيزو اړيکو ته درناوی ولرئ

که تاسې په خاوند پسې ساعت قيد کړئ، هغه ځان تړلی احساسوي. نارينه چې کور څومره مسووليت لري، دباندې هم ډېرې چارې ورپورې تړلې دي. که د نارينه‌وو يوازې د کور داخلي بعد په نظر کې ونيسئ، بيا به نو بهر د هغه مصرفيت تاسې ته له ځان سره د دوی جفا او بې‌پروايي ښکاري، حال دا چې هغه به د نه رسيده‌ګي په سرخوږي اخته وي.

مطالعه وکړئ

کتاب، راډيو، ټلوېزيون، انټرنيټ او عامې ناستې د مطالعې له‌پاره غوره لارې دي، د کورني ژوند ښه‌توب يوازې د نارينه مسووليت او صلاحيت نه دی، د ښځينه‌وو هم دی. که تاسې له مېړه سره د ژوند په فضا کې د يوه مات وزر حيثيت لرئ، دغه مزل به مو ډېر ژوبل وي. بله مهمه خبره دا ده چې په دې هکله ډېری ليکل شوې سپارښتنې له نارينه ليدلوري شوې وي، ممکن په دې کې د مذکر ذوق اغېزې زياتې وي، ان دغه ليکنه هم چې زما د نارينه ذوق تر اثر لاندې ده، کېدای شي ښځينه يې د نارينه‌وو د مشهور شوي جبر نتېجه وګڼي، خو دلته هم ستاسې خوا ته يوه د ملامتيا ګوته دا نيوله کېږي چې د ګډ ژوند په باب هغه څه نه ليکئ «يا به ما نه وي لوستي» چې بايد و يې ليکئ.

مثلاً زه پر دې نه پوهېږم چې واقعاً تاسې له خپل مېړه څه غواړئ؟ څه ډول يې غواړئ؟ معقوليت او منطق پکې څومره دی؟ ايا يوه جوړه بايد ملامتيا حتمي پر يوه لوري واچوي که يې د حل نورې خواوې هم شته؟

دغه پوښتنې که تاسې ته جدي ښکاري، همدا اوس يو څه پرې وليکئ. زما همدومره وس و.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې