د سولې ولسي حرکت غړیو ته طالبانو اجازه نه ده ورکړې
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، وسلهوالو طالبانو هغو سيمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې چې کنټرول يې له دوى سره دى.
د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست په کندوز کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، په کندوز کې يې د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې او له هغوى يې غوښتنه کړې چې تر کنټرول لاندې سيمو ته يې د ورتګ اجازه ورکړي، خو هغوی نه ده منلې.
بل لور ته طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.
0 نظرونه