مېلر به د جګړې بار تر نيکلسن ښه پورته کړي؟
۱۲ سنبله ۱۳۹۷ 144884 0 نظر سرخط ورځپاڼه

مېلر به د جګړې بار تر نيکلسن ښه پورته کړي؟

 

جنرال مېلر چې د ځانګړيو ځواکونو د عملياتو په قومانداني کې يې پوره ۳۵ کاله تېر کړي دي، پرون يې د جان نيکلسن پر ځای په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مشري دنده پيل کړه.

۵۷ کلن مېلر داسې مهال په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشري پيلوي چې په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو پر ضد جګړه تر بل هر وخت سخته شوې ده.

په تېرو دوو کلونو کې مېلر د ګډو ځانګړيو او پټو عملياتو د قومانداني مشري کړې ده. دغه قومانداني د پوځ پر ترهګري ضد ډلو څار کوي.

ده په عراق او سوريه کې د داعش ډلې د جګړه‌مارو په له منځه وړلو کې ښه اعتبار تر لاسه کړی دی.

د مېلر پخوانۍ تجربې ته په کتو چې تر ډېره د پټو کمانډويي عملياتو په قومانداني او استخباراتي برخو کې پاتې شوی، څرګندوي چې په افغانستان کې د امريکا جګړه بله بڼه خپلوي او ښايي تر دې وروسته ډېر تمرکز پر شپنيو عملياتو او د بې‌پيلوټه يا ډرون الوتکو پر بريدونو وي.

مېلر داسې مهال خپله دنده پيلوي چې د افغان حکومت وسله‌والو مخالفانو تر پخوا ډېرې سيمې تر کنټرول لاندې راوستې، د ښارونو د سقوط هڅې کوي او په وروستيو کې د داعش ډلې له لوري په لويو ښارونو کې خونړي بريدونه شوي دي.

دغه راز د افغانستان د بيارغونې په چارو کې د امريکا د سرمفتش ادارې د راپور له مخې اوس مهال د افغانستان ۵۷ فيصده خاوره د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده او ۲۹ فيصده نوره بيا کله د حکومت او کله هم د حکومت د وسله‌والو مخالفانو تر کنټرول لاندې وي.

لنډه دا چې د امريکا په تاريخ کې د دې تر ټولو اوږدې جګړې د پای کوم څرک اوس هم نه لګېږي او مېلر اړ دی چې د افغان ځواکونو د روزلو، هوايي مرستې او ځانګړيو عملياتو په برخه کې خپل ټول توان وکاروي.

تر دې وړاندې جنرال جان نيکلسن د دوو کلونو په مخه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر و او ژمنه يې کړې وه چې د خپل ماموريت پر مهال به په افغانستان کې د داعش ډلې جرړې له بېخه باسي او دغه راز به د افغان حکومت حاکميت ۸۰ سلنې ته لوړوي، خو په دغو دواړو ژمنو کې د خپل ماموريت تر پايه بريالی نه‌شو، داعش ډله لا هم خونړي بريدونه کوي او د افغان حکومت د حاکميت ساحه د پراخېدو پر ځای لا تنګه شوې ده.

د نيکلسن د لېرې کېدو خبرې له وړاندې کېدې، اين‌بي‌سي نيوز په تېر اوړي کې راپور ورکړ چې ښايي ټرمپ نيکلسن له دې کبله له دندې لېرې کړي چې تر دې مهاله د افغانستان د امنيت په ښه کېدو، د افغان ځواکونو په ملاتړ، د هوايي بريدونو په ډېرېدو او د خبرو لپاره پر طالبانو د فشار په زياتولو کې بریالی نه و.

 له دې کبله به جنرال مېلر ته هم دومره اسانه نه وي چې د اوسنۍ پاليسي پر بنسټ خپلو هدفونو ته ورسېږي.

نړيوال ځواکونه هغه وخت له دې اوږدې او ناپايه جګړې د ارام ساه اخيستلای شي چې په رښتيني ډول افغان ځواکونه وروزي، د نړۍ په پرمختلليو وسلو يې سمبال کړي او پوره پياوړی افغان هوايي ځواک ورغوي.

که څه هم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پخواني مشر جان نيکلسن د افغان هوايي ځواک په رغولو کې تر يوې کچې جدي و او په دغه وخت افغان هوايي ځواک يو شمېر الوتکې هم تر لاسه کړې، خو لا هم په دې برخه کې ګڼې ستونزې شته او لا ډېر کار ته اړتیا ده.

په داسې وخت کې چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ځواکونو له لوري پر مخ وړل کېږي، له دې کبله اړتيا ده چې پر همدوی پانګونه وشي، پر وخت يې ملاتړ وشي او هر ډول اسانتياوې يې په واک کې ورکړل شي.

 س

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې