کرن جوهر له چا سره واده غواړي؟
د هندي سینما مشهور فلم جوړونکی کرن جوهر دا ورځې په عجایبو سر دی. هغه تازه په خپلو خبرو کې ویلي، زړه یې دی له کرینه کپور سره واده وکړي.
هغه په خپله خپرونه کافي وید کرن کې د دې خبرې په کولو ټول هندوستان هک پک کړ.
کرن وايي، کرینه کپور یې ښه ملګرې ده او غواړي ورسره واده وکړي.
کرن ویلي، که دا زمینه ورته برابره شوه چې له چا سره واده وکړي او کرینه کپور وي؛ نو بې له شکه هغه ته یې زړه دی چې واده ورسره وکړي.
خو کرینه کپور بیا اوس د یوه زوی مور ده او وايي، ژوند یې ښه په خوښۍ کې تېرېږي.
0 نظرونه