دانه څنګه زوروره شوه؟
کلونه پخوا یو بزګر د تخمونو یوه کڅوړه ښار ته د خرڅولو لهپاره يووړه، ناڅاپه د ګاډۍ څرخ په یوه لویه ډبره ولګېد.
د کڅوړې له دانو څخه یوه په ګرمه او وچه ځمکه ولوېده، دانه ووېرېده او له ځانه سره یې وویل؛ زه یوازې تر خاورو لاندې په امن یم!
غوا چې له همدې ځایه تېرېدله پر دانه يې پښه کېښوده او هغه یې تر خاورو لاندې کړه.
دانې وویل، زه تږې یم، د لویېدو او ودې لهپاره لږو اوبو ته اړتیا لرم.
سمدستي نری نری باران پيل شو، د راتلونکې ورځې پر سهار دانې یوه کوچنۍ شنه پونګه ووهله، کوچنی را وتلی بوټی ټوله ورځ د لمر رڼا ته کښېناست او ورو ورو را لوی شو.
په سبا ورځ ورباندې لومړنۍ پاڼه را وټوکېده، پاڼې مرسته وکړه چې ډېره روښنایي واخلي او لا لويه شي، یوه ورځ مازدیګر وږي مرغه غوښتل هغه وخوري، خو ریښو په ځمکه کې ټینګه وساتله.
کلونه تېر شول او دانې ډېرې د باران اوبه وڅښلې، د لمر تر روښنایي لاندې زیات وخت پاتې شوه، تر هغه چې په اخېر کې په کوچنۍ ونه بدله شوه او وروسته ور نه لویه ونه جوړه شوه.
اوس چې تاسې هره ونه وينئ، دا د هغې دانې لورانې دي.
دغه کيسه چې يوه سپينږيري بابا واورېده و يې ويل؛ که په واړه ځان هم له مشکل سره مقابله وکړو، ډېر څه به لاس ته راوړو او يو وخت به په قوي انسان بدل شو.
0 نظرونه