د نړۍ لومړی ۸کېاوایلاېډي ټلوېزیون
لوی ټلوېزیون، ښکلی تصویر، ایچډي سکرین او نور، د هر چا خوښ دي، خو دا ځل بازار ته داسې ټلوېزیون راغلی چې تر ټولو مخکېنيو هغو ښکلی دی.
دا ټلوېزیون ۷۶۸۰*۴۳۲۰ پکلسه سکرین لري، یانې د ریزولوشن له اړخه د نورو په توپیر ۴ ځله غوره دی.
دا ټلوېزیون دوو کمپینو په ګډه جوړ کړی او په برلین کې به د ټکنالوجي په یوه فسټيوال کې نندارې ته وړاندې شي.
دا ټلوېزیون به په ۶۵،۷۵، ۸۲، او ۸۵ انچو کې په بازار کې پيدا کېږي او بیه یې هم خورا لوړه ده، مګر کمپنۍ نه دي ویلي چې دقیقه بیه یې څومره ده.
0 نظرونه