وېښتان خو به مو نه سپينېږي؟
۱۰ سنبله ۱۳۹۷ 551813 0 نظر سرخط ورځپاڼه

وېښتان خو به مو نه سپينېږي؟

طبعاً هيڅوک هم سپين وېښته نه خوښوي. دوی سر ټکوي چې وېښته يې بې‌وخته سپينېږي. د بې‌وخته وېښتو سپينېدو منفي اغېزه بيا دا وي چې يو شمېر انسانانو ته د کمتري احساس پيدا کوي او فکر کوي چې نور نو بوډا شوي دي.

په اوس وخت کې د وېښتانو د سپينېدو لاملونه مختلف او زيات دي، مثلاً له مختلفو او بې‌کيفيته شامپو او غوړيو کار اخيستل، خپلو وېښتانو ته نه پاملرنه یې ښې بېلګې بلل کېدای شي.

ځينې وختونه بيا خلک د سپينو وېښتانو درملنه په مصنوعي ډول کوي. مانا دا چې خپل وېښتان توروي او ځينې کېميايي مواد هم شته چې وېښته تر څو شپو تور ښکارولای شي.

اوس ډېری ډاکټران او د روغتيا د برخې متخصصان دې پايلې ته رسېدلي چې له ځينو رنګونو او کېميايي موادو کار اخيستل، جدي جانبي عوارض لري. البته دغه ستونزه په ټيټ‌کيفيته رنګونو کې ده، باکيفيته رنګونه او مواد بيا داسې نه دي، خو په دې شکل د وېښتانو ترو ساتل خورا ګران کار دی او وخت هم کم نه نيسي.

د دې له‌پاره چې له دې ستونزې په امان شئ، کولای شئ ځينې اسانه لارې چارې وکاروئ او په طبيعي ډول د خپلو وېښتانو درملنه وکړئ.

د وېښتانو د تور او روښانه پاتېدو او يا هم تورولو ښه درملنه دا ده چې د کچالو پوستکی وايستل شي، وروسته دغه پوستکی واېشول شي. تر اېشېدو وروسته د کچالو له پوستکي تر لاسه شوې اوبه تر يوه وخته پرېښودل شي چې خپل ګرموالی له لاسه ورکړي. اوس دې نو د دغو اوبو په مرسته وېښتان پرېمنځل شي او د پنځو دقيقو له‌پاره دې پرې يادې اوبه پرېښودل شي. له هغه وروسته مو وېښتان په تړمو اوبو پرېمنځئ چې د کچالو د پوستکي اوبه ترې پاکې شي.

څېړنې ښيي چې که دغه کار پيوسته وشي، سپين وېښتان مو کمېدای او بلکې ورکېدای شي، په دې ډول مو شايد وېښتان تازه او ښکلي پاتې شي.

ډېری مېرمنې شته چې له کېمياوي رنګونو سره خپل وېښتان رنګوي او له دې مختلف رنګ وېښتو سره ځانګړې مينه لري، خو په دې اړه یې هيڅ مطالعه نه وي کړې چې د کېمياوي رنګونو په وسيله د وېښتانو رنګول د جدي ناروغيو لامل ګرځي او وېښتان خپل اصلي خاصيت له لاسه ورکوي.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې