طالبانو د سولې سپاهيان هم سپک کړل
۱۰ سنبله ۱۳۹۷ 122865 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو د سولې سپاهيان هم سپک کړل

 

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، وسلهوالو طالبانو د بغلان په ډنډغوري ولسوالي کې تر خپل واک لاندې سيمه کې دوى ته اجازه ور نه کړه چې له خلکو او قومي مشرانو سره وويني او ان دوى ته يې سپکاوی کړی دی. دوی وړمه ورځ د طالبانو تر واک لاندې سیمو له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره د لیدو په هدف د ډنډغوري اکاخېلو کلي ته تللي وو چې ماښام مهال د طالبانو د يوې ډلې له خوا یې د وړاندې تګ مخه نیول شوې او بېرته یې را ګرځولي دي.

که څه هم د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي چې د دوی له سپکاوي وروسته د بغلان لپاره د طالبانو مرستيال والي له دوی بښنه غوښتې، خو په ټوليز ډول د سولې د يوه داسې حرکت پر وړاندې چې يوازې يې په افغانستان کې د سولې غږ پورته کړی او د هيڅ لوري او ډلې په زيان نه دي، ورته سپکاوی او يا يې مخه نيول له هيڅ ډول بشري او انساني اصولو سره سر نه خوري.

د سولې غږ د افغان ولس غږ دی او په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند او د ولس له لوري دواړو لورو ته هرکلی او مينه ورکول، يوازې او يوازې د سولې لپاره وو او په هېواد کې يې ثبات او سولې ته د افغان ولس تنده او لېوالتيا څرګنده کړه.

دغه حرکت د تېرې روژې په مياشت کې د داسې خلکو له لوري پيل شو چې عملاً په افغانستان کې له روانې جګړو اغېزمن شوي دي، د کورنۍ غړي او خپلوان يې وژل شوي او نور دې بدمرغې جګړې تر پزې راوستلي دي.

له بل لوري د دغه حرکت غړيو تر دې مهاله يوازې ځان ته زيان رسولی، لوڅې پښې سوځوونکي لمر ته مزل وهي.

د دوی غوښتنه یوازې او يوازې په افغانستان کې د جګړو له دواړو اړخونو د اوربند او سولې غوښتنه ده. په افغانستان کې روانه جګړه چې هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او د افغانانو کورونو ته غمونه راوړي، نور هيچا ته هم د زغم وړ نه ده.

طالبانو له ټولو ارزښتونو پښې اړولې دي، دا ځل يې د سولې سپېڅلي سپاهيان هم و نه‌شوای زغملای او د خپل فطرت له مخې يې د دوی ګرېوانونو ته لاسونه ور اوږده کړل.

له طالبانو حتی دا غوښتنه په پراخ تندي نه‌شي کېدای چې د دغه ډول حرکتونو د مخنيوي او سپکاوي پر ځای د دوی درناوی وکړي، غوښتنې يې واوري او پر هغو غور وکړي. دا خبره د دوی د ډېرو کسانو له لوري مسخره کېږي چې ګواکې په سوله کې خير دی او بالاخره د هرې جګړې پای سوله او خبرې اترې دي.

د جګړې زيانونه تر بل هر چا افغانانو ته ډېر څرګند دي، تېرو څو لسيزو جنګونو د دې هېواد هر څه نيست و نابود کړل او اوس نو بايد موږ تر هر چا ډېر پر دې وپوهېږو چې جګړه يانې څه او پايله يې څه ده!؟

له بده مرغه افغانان اوس هم په يوه بد حالت کې دي، له يوې بدمرغې او تپل شوې جګړې سره مخ دي او هيڅوک نه پوهېږي چې دغه جګړه کله پای ته رسېږي.

پر دې بنسټ د طالبانو مشرانو ته ښايي چې نور تر هر څه وړاندې سولې ته لومړيتوب ورکړي او د افغان ولس دغه بد حالت درک کړي.

که څه هم په وروستيو کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو له لوري د سولې نمايشي هڅې شوې دي، خو تر دې مهاله هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه دوام لري، هره ورځ د افغانانو پر کورونو د غم تابوتونه ور دننه کېږي او دغه ټولې هڅې تر دې مهاله بې‌پايلې دي.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې