طالبانو د سولې حرکت غړي سپک کړي
طالبانو په ډنډغوري ولسوالي کې د سولې د ولسي حرکت غړي سپک کړي دي.
دوی پرون د دغې ولسوالي په اکا خېلو سيمه کې له طالبانو سره مخ شوي او طالبانو نه يوازې دا چې سپکې سپورې يې ورته ويلې، ښکنځلي يې دي او له سيمې يې بېرته شړلي دي.
د دغه حرکت غړي وايي، دوی طالبانو ته وويل چې طالبان دې دوی محاکمه کړي، خو هغوی له سيمې وشړل.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، طالبانو ورته په سر کې وويل چې ستاسې حرکت د امريکا پروژه ده او که رښتيا سوله غواړي، نو يا دې د باګرام او يا هم شوراب مخې ته پرلت وکړي.
دی وايي، دوی له طالبانو وغوښتل چې که دوی ملامت وي، محاکمه دې يې کړي، خو هغوی سپکو سپورو ته دوام ورکړ او په دې خاطر چې خبره وهلو ډبولو ته و نه رسېږي، دوی بېرته راوګرځېدل.
نن د دغه حرکت شعار د تېر په پرتله يو څه بدل شوی دی او امريکا پکې مخامخ د جګړې تر ټولو لوی عامل بلل شوی.
0 نظرونه