سلمان خان بيا ځواني کړې ده
سلمان خان په هند کې په سخي ارسلا خان مشهور دی، ځکه کله یې چا ته کور اخیستی وي، چا ته موټر او چا ته نور ډېر څه.
خو په دې وروستیو کې یو شمېر راپورونه خپاره شول چې سلمان خان له سېلاب ځپلیو سره نږدې ۱۲کروړه هندۍ روپۍ مرسته کړې ده.
هندۍ رسنۍ لیکي، د سېلاب ځپلیو لپاره نږدې ۷۱۳ کروړه روپۍ را غونډې شوې دي. له دې سره یو ځای پرون بیا راپورونه خپاره شول چې په دې پیسو کې ۱۲ کروړه یوازې سلمان خان خرابات کړې دي.
که څه هم سلمان خان خپله په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، خو د هغه یوه ملګري منلې چې سلمان خان ځواني کړې ده.
خو ځینې رسنۍ بیا وايي، هغه مرستې چې تر لاسه شوې پکې د سلمان خان له ادرسه یوه روپۍ هم نه ده ورکړل شوې.
سلمان خان رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه