اپل ۳ نوي موبايلونه بازار ته وړاندې کوي
د ټیکنالوجي یوې مخکښې ادارې اپل پتېیلې چې درې نوي ګرځنده ټلېفونونه بازار ته وړاندې کړي.
د بلومبرګ د یوه تازه راپور له مخې، اپل به دا درې ګرځنده ټلېفونونه سږ کال بازار ته وړاندې کړي.
د اپل دننه سرچینې وايي، د دې ګرځنده ټلېفونونو ډېزانونه بشپړ شوي او تر خوا یې هارډوېر او دننه فیچرونه هم جوړ شوي دي.
بلومبرګ ته سرچینو ویلي، د دې ګرځنده ټلېفونونو بیه هم تر زر امریکايي ډالرو کمه نه ده.
بلومبرګ د دې موبايلونو د سکرین، کامرې او ډیسپلې په اړه هم راپورونه وړاندې کړي دي.
0 نظرونه