د افغان غوره لیګ ۲ لوبډلې هندي پانګهوالو پېرلي
د افغانستان د کریکټ غوره لیګ شل اووریزو سیالیو دوه لوبډلې تر دې مهاله هندي پانګهوالو اخیستې دي.
د دې لیګ د لوګو او لوبډلو د معرفي کولو په مراسمو کې د افغانستان د کریکټ بورډ ريیس شکرالله عاطف مشعل وویل، د پاتې درېیو نورو لوبډلو د پېر په برخه کې هم خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي چې پېرونکي بهيې ژر مالوم شي.
د افغانستان د کریکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ شاملې دي چې د پکتیا لوبډله د وي راک مبایلز هندي کمپنۍ او د بلخ لوبډله لیجنډري مېن په نوم Entertainmentيا بوختوونکې هندي کمپنۍ پېرلي دي.
0 نظرونه