د سرې وزې کيسه
سلامونه يارانو! نن مو د سرې وزې نکل درته راوړی، په خوند خوند يې ولولئ، رښتيا دا کيسې ملالۍ بشير توړۍ ليکلې ده.
***
يو وخت يوه سره وزه وه چې درې سېرلي يې درلودل. د سېرليانو نومونه يې وو؛ انګک، بنګک، زنګوليګک. هغې له خپلو سېرليانو سره ډېره مينه درلوده. يوه ورځ هغې غوښتل چې ځنګله ته ولاړه شي او د خپلو سيرليانو لهپاره يوه څه خوراک راوړي؛ نو هغې خپل ټول سيرلي را وغوښتل او ورته و یې ويل؛ زه ځم ځنګله ته، ستاسي پام وي چې شرمښ را نهشي. که هغه راشي تاسې ټول به وخوري، هغه به په بله بڼه درته راشي، خو تاسې به يې دستي وپېژنئ او که زه هم وم دروازه تر هغه وخته مه خلاصوئ چې زه داسې غږ و نه کړم؛ په يوه لاس کې مې شیدې راوړې دي، په بل لاس کې مي مستې راوړې دي، په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کړئ!
د دې مشر سېرلي وويل چې موږ به له ځان سره ډېر پام کوو او ته په موږ چرت مه خرابوه.
يو ان وروسته چې سره وزه ولاړه، دروازه وټکېده او يو چا غږ وکړ؛ په يوه لاس کې مې شیدې راوړې دي په بل لاس کې مې مستې راوړي دي، په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کړئ!
انګک، بنګک، زنګوليګک چې دروازه خلاصه کړه یو لوی لېوه په کور ور ننووت او پر دوی يې حمله وکړه. انګک او بنګک يې وخوړل، خو زنګوليګک وځغستل او په تناره کي پټ شو او شرمښ نه ور رسېده چې را و يې کاږي او و يې خوري.
کوم وخت چې سره وزه کور ته راغله او نارې یې کړې چې په يوه لاس کې مې شیدې راوړې دي، په بل لاس کې مي مستې راوړې دي، په تخرګ کې مي واښه راوړي دي. انګک، بنګک، زنګوليګک دروازه خلاصه کړئ!
هیچا دروازه نه کړه خلاصه، خو اخېر چې له يوې بلې پټې لارې کور ته ننوته هيڅوک نه وو او دې نارې کړې؛ انګک، بنګک، زنګوليګک تاسې چېري یاست؟ دې چې وکتل يوازې زنګوليګک و او انګک بنګک نه وو.
سره وزه ډېره خوابدې شوه او دباندې ولاړه د ټولو حيوانانو پر دېوالو يې نارې ووهلې چې؛ چا زما انګک خوړلی، چا زما بنګک خوړلی، څوک تېره کمان لري، څوک سبا په جنګ راځي؟
دې دغه نارې وهلې او ډېره خوابدې وه چې لېوه راغی او دې ته یې وويل؛ ما ستا انګک خوړلی، ما ستا بنګک خوړلئ، زه تېره کمان، لرم زه سبا په جنګ درځم.
نو د ټولو حيوانانو له مخه سرې وزې او لېوه شرط سره وتاړه چې سبا به په ميدان کې جنګ سره کوي.
سره وزه ولاړه او پښ ته يې وويل چې زما ښکر را تېره کړه. هغه ورته ویل څه به راکړې؟ دې ورته ويل چې شيدې او مستې به درکړم.
بیا لېوه پښ ته ورغی او ورته و يې ويل چې زما غاښونه را تېره کړه. هغه ورته ويل ته به ما ته څه راکړې؟ ده ورته ويل زه به تا ته توت درکړم.
وزې پښ ته شيدې او مستې ورکړې او هغه يې ښکرونه داسې ور تېره کړل لکه ستنې.
لېوه ولاړ د توت ونې ته وخوت، توت يې پخپله وخوړل او بنۍ يې تشه راوړه پښ ته يې ورکړه. پښ خوا شينی شو او له شرمښه یې ټول غاښونه وکښل او د جواري دانې يې پکې ور کښېښودې. ورته و يې ويل چې د جنګ تر وخته خوله مه خلاصوه.
چې د جنګ ورځ شوه ټول حيوانان را ټول شول او سره وزه او لېوه د ميدان په منځ کې ودرېدل. شرمښ پر سرې وزې را وځغستل او چې څنګه يې خوله خلاصه کړه له خولې يې د جواري دانې را ولوېدې او دغسې شرمنده ودريده. اوس نو د سرې وزې وار و. سرې وزې را وځغستل او په دواړو ښکرانو يې لېوه په نس کې وواهه. د لېوه نس خلاص شو او انګک بنګک ځنې راووتل. سره وزه او درې سره سېرلیان یې خوشاله شوو او په خندا خندا کور ته ولاړل.
0 نظرونه