له کندهاره تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادرېږي
۷ سنبله ۱۳۹۷ 159957 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له کندهاره تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادرېږي


 

د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، له دې ولایت څخه د انګورو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او تمه ده چې سږ کال به تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر شي.

چارواکي وايي، د انګورو د صادراتو د ډېروالي لامل د انګورو معیاري بسته‌بندي او په یخچالي موټرو کې په سالمه توګه د هغو لېږد دی.

 

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر وايي، سږ کال د کندهار د انګورو باغونه له ناروغیو او طبیعي افتونو سره نه دي مخ شوي چې له امله یې د نورو کلونو په پرتله حاصلات ښه او ډېر دي. هغه زیاته کړه، له همدې امله بهر ته د انګورو په صادراتو کې هم ډېروالی راغلی دی.

د انګورو د حاصلاتو او صادراتو د ډېروالي خبره داسې مهال کېږي چې دغه ولایت سختې وچکالۍ ځپلی او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې