د رنبیر پلار سټوډيو خرڅوي
د بالیووډ مشهور ستوري ريشي کپور چې د رنبیر کپور پلار دی، پرېکړه کړې چې د خپل ژوند تر ټولو لوی شی وپلوري.
د بالیووډ د دې مشهورې کپور کورنۍ دې مشر دا ځل ویلي، غواړي خپله مشهوره او پخوانۍ سټوډيو راج کپور وپلوري.
هندي رسنۍ لیکي، ريشي کپور غوښتل دا سټوډیو په نویو وسایلو سنباله کړي، خو له ډېر فکر وروسته یې پرېکړه کړې چې دا کار د کېدو نه دی او ښه ده چې ویې پلوري.
د راج کپور سټوډیو د هندوستان له مشهور فلمي کمپنیو ده چې د کپور کورنۍ له لویې پانګې شمېرل کېږي.
0 نظرونه