د جوجیستو لوبغاړي له اسیايي سیالیو څخه ووتل
د هېواد د جوجیستو لوبغاړي له کومې لاسته راوړنې پرته له اسیايي سیالیو څخه ووتل.
د اسیايي سیالیو په دوام وړمه ورځ په ۸۵ کېلو ګرام وزن کې جواد اندېشمن د جوجیتسو په برخه کې له خپل عربستاني سیال ماتې وخوړه او د ۷۷ کیلو په وزن کې هم عبدالحمید مهردل له اماراتي سیال لهخوا اته د صفر پر وړاندې مات شو.
له دې سره پهدې برخه کې افغان لوبغاړي د سیالۍ له دوامه پاتې شول.
له دې وړاندې د منډې وهلو او سوک وهنې په برخه کې هم افغان لوبغاړي پاتې راغلي وو، خو خالد هوتک یوازینی لوبغاړی دی چې د افغانستان لپارهیې د برونزو مډال په خپل نوم کړی دی.
0 نظرونه