د ښځو کوم عادتونه د نارينه‌وو نه خوښېږي؟
۶ سنبله ۱۳۹۷ 185605 0 نظر ژباړه؛ اصف مشال

د ښځو کوم عادتونه د نارينه‌وو نه خوښېږي؟

سمه ده چې ځینې نارینه د ښځو ظاهري بڼې ته په کتو هغوی غوره کوي، خو د ښځو عادتونه او خویونه ډېر مهم دي او د وخت په تېرېدو سره خپل مثبت او منفي اغېز ښکاروي. راځئ د ښځو پر هغو عادتونو وغږېږو چې ډېری نارینه یې نه خوښوي؛

  • د خوړو لوښي ته یې لاس مه وروړئ

ځینې نارینه د مالکیت حس ډېر لري، هغه څه چې په لوښي کې یې وي، ټول د ځان بولي، پام ورسره کوئ او له خوښې پرته یې مه ورسره خورئ، خو ټول نارینه داسې خوی نه لري، ځینو ته بیا ګډ خوراک خوند ورکوي.

  • اړین شیان یې مه ګډوډئ

د نارینه‌وو ځينې شیان لکه کتاب، کيمره، تسپې او... په کوټه کې خواره واره پراته وي، ښځو ته دا ګډوډي خوند نه ورکوي، خو د نارینه‌وو په نظر دا ګډوډي نه ده؛ نو د دغو شیانو په ترتیب کې ډېر جدیت مه کوئ، ځکه له نارینه‌وو یې بیا ځای ورکېږي او پیدا کول یې ورته سخت وي.

  • دباندې ډېرې مه وځئ

ځینې نارینه دا خوښوي چې مېرمن یې په مېلمستیاوو او جشنونو کې برخه ورسره واخلي، مګر ځینو ته بیا تر اندازه زیات د ښځو بهر وتل خوند نه ورکوي؛ نو په مشوره کار وکړئ.

  • غیبت مه ورته کوئ

تل د نورو د ژوند او لباس په اړه خپل خاوند ته زیاتې خبرې کول، هغه سخت ځوروي، که څه هم په ښکاره به څه و نه وایي، خو ښه به په تکلیف وي.

  • نامناسبې جامې مه اغوندئ

ښځې خپلې ظاهري څېرې ته ډېره پاملرنه کوي او تل غواړي چې ښکلې ښکاره شي، خو د جګو بوټونو په پښو کول او د تنګو جامو اغوستل یې هم د تکلیف سبب کېږي او هم زیاتره نارینه‌وو ته ټکی خوند نه ورکوي.

  • له خپلو وسایلو سره مو پام وکړئ

که حمام یوازې په خپلو شامپوګانو، کریمو او صابون باندې ډک کړئ او د جامو المارۍ مو هم په خپلو جامو ډکه کړئ، خاوند ته مو غموونکې ښکاري او ناراحته کوي یې. هغه شيان ډېر مو نه په کار کېږي، په یوه ګوښه ځای کې یې کښېږدئ.

  • بې‌دلیله مه ژاړئ

نارینه د ښځې له ژړا سخت وېرېږي، خصوصاً هغه وخت چې د ژړا دلیل یې هم مالوم نه وي، دوی هیڅ نه پوهېږي چې څه ورسره وکړي. که مو له خپلو اوښکو په بحث کې د بري له‌پاره کار واخيست، خو نوش‌جان، مګر اکثره نارينه د ښځې په ژړا لا عقده‌يي کېږي، په دې ډول به مو ورو ورو د اوښکو ارزښت کم شي او خاوند به مو اوښکو ته اهمیت نه ورکوي.

  • ډېرې پوښتنې مه کوئ

که نارینه ډېر وپوښتئ او تل یې مجبور کړئ چې ستاسې د ظاهري بڼې، ښکلا، چاغوالي، ځواني او زړښت په اړه څه ووایي، دا کار هغوی سخت ځوروي او هڅه کوي چې سرسري ځواب درکړي او ځان تېر کړي.

  • په شخصي ستونزو کې مو بل مه درګډوئ

که مو په شخصي مسایلو کې بل څوک درګډ کړل، اعتبار به کډ در نه بار کړي. خپل مشکلات مو باید پخپله حل کړئ، ځکه جوړ کړي تاسې دي.

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې