راشد بیا اول نمبر شو
د شل اوورېزو کریکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی راشد خان یو ځل بیا په لومړی درجه راغلی دی.
دا درجه بندي چې د ایرلنډ خلاف د افغانستان له بریاوو وروسته د کریکټ د نړیوالې شورا لهخوا اعلان شوې، په کې د لوبډلو په کچه پاکستان لومړی، هندوستان دویم او اسټرالیا درېیم ځای لري.
افغانستان بیا د سرېلانکا او بنګلهدېش څخه مخکې په اتم نمبر راغلی.
د توپ وهنې په برخه کې بیا د اسټرالیا اروین فنچ په لومړی او د پاکستان څخه فخر زمان په دویم نمبر کې راغلي دي.
د افغانستان ځوان اوپنر حضرت الله ځاځی هم په لومړي ځل په دې درجه بندۍ کې شامل شوی، په داسې حال کې چې شهزاد محمد بیا ۱۳ غوره توپ وهونکي درجه ساتلي ده.
0 نظرونه