ګيدړې اخېر چرګ ته څه وويل؟
له مشرانو به مو اورېدلي وي چې چل يوازې يو ځل چلېږي، بلکې يو ځل هم نهشي چلېدای. څوک چې چل کوي، بيا هيڅوک هم د زړه راز نه ورسره شريکوي، نه يې ملګرتيا کوي، نه رښتيا ورته وايي او بل دا چې د هر چا بد اېسي. راشئ نن مو په همدې باره کې نکل درته راوړی، و يې لولئ؛
***
يوه ورځ چرګ په ونه کې ناست و چې ګيدړه يې څنګ ته ورغله او ورته و يې ويل؛ ګوره چرګه څنګه چې ما ستا اواز واورېد سمدستې ستا پوښتنې ته راغلم. هغه په ډېر درنښت له ګيدړې مننه وکړه، خو ګيدړه چې ډېره چلبازه وه، زیاته يې کړه، څه دې وويل؟ ما خو ستا دا ښکلی اواز وا نه ورېد، ته ډېر جګ په ونه کې ناست يې، که له ونې راښکته شې او له نږدې خبرې راسره وکړې، ستا اواز به ښه واورم او خورا به خوښه شم چې ملاقات او خبرې درسره وکړم.
چرګ چې ډېر هوښيار و د ګيدړې په مکرجنو خبرو تېر نه ووت او هغې ته يې وويل؛ نه! موږ ته ډېر ګواښ متوجه دی چې له ځناورانو سره په څنګ کې واوسېږو.
ګيدړې خپلې مکرجنې خبرې لا نورې پسې اوږدې کړې؛ ته له ما ډارېږې؟
چرګ ورته وويل، له تا خو نه وېرېږم، خو بيا هم ډول ډول ځناور شته هسې نه ژوندی مې سره وچرموړي.
ګيدړې بيا په خپلو نرمو او خوږو خبرو چرګ ته لګيا شوه؛ مه ډارېږه ته اوس له هره خطره خلاص يې، ځکه چې په اوسني فرمان کې داسې راغلي دي چې نن ورځ به په ټوله نړۍ کې روغه وي او هيڅ ځناور به پر بل بريد نه کوي.
چرګ وويل، دا خو ډېر د خوشالي ځای دی، ځکه هغه سپي چې دې خوا ته منډې راوهې، ته وينې مګر په کيسه کې يې نه يې. دا خو ډېره ښه ده، که نه اوس خو بايد ته تښتېدلې وای، خو اوس تاته هيڅ خطر نهشته. د دې خبرو په اورېدو سره ګيدړه ډېر ژر په منډو شوه او ميدان يې پرېښود.
چرګ ور غږ کړ؛
چېرته تښتې په اوسني فرمان کې خو سپي ګيدړې ته څه نه وايي.
ګيدړې وويل؛
څوک خبر دي، کېدای شي هغوی له نوي فرمانه بېخي خبر نه وي .
0 نظرونه