په هلمند کې د بېوزلو لپاره د چرګانو ۵۰۰ فارمونه جوړېږي
د هلمند د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، د بېوزلو ښځو لپاره د چرګانو د ساتنې ۵۰۰ فارمونه جوړوي.
د دې ریاست د پروګرامونو د همغږۍ مسوول سید رفیع الله قلم ازادي راډیو ته ویلي، هر فارم به د ۳۰ چرګانو د ساتلو ظرفیت ولري.
د هغه په خبره، دوی به هرې کورنۍ ته ۳۰۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه یا لازم خوراکي مواد هم ووېشي.
0 نظرونه