یوازیني مډال راوړونکې هم توره و نه کړه
۴ سنبله ۱۳۹۷ 114611 0 نظر سرخط ورځپاڼه

یوازیني مډال راوړونکې هم توره و نه کړه

په اندونیزیا کې د اسیایي لوبو د اته‌لسم پړاو اتمه ورځ د افغان جوجیسټو لوبغاړیو له حذف سره پیل شوه.

د دې لوبو په لومړۍ ورځ، حسین بخش صفري په منفي ۶۲ کیلوګرام وزن کې وتوانېد خپل منګولیایی سیال څلور پر صفر ماتې ورکړي، خو په دویمه لوبه کې په خپله د اردني سیال پر وړاندې ۱۳ صفر ماتې وخوړه او د دې سیالیو له دوامه حذف شو.

د دې سیالیو په دویمه لوبه کې د هېواد بل لوبغاړي عبدالصبور رحیمي په منفي ۹۴ کیلوګرام وزن کې له یوه استراحت سره وتوانېد بل پړاو ته لاره پیدا کړي، خو هغه په خپلې دویمه لوبه کې د اماراتي سیال پر وړاندې  څلور صفر ماتې وخوړه او د دې سیالیو له دوامه هغه هم وویستل شو.

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

ملي لوبغاړي محمد نبي له نادارو سره مرسته کړې

Apr 24, 2021 29

د کرکيټ د ملي لوبډلې غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي په کابل کې له ګڼ شمېر بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي

Mar 04, 2021 29

د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې