ماشوم ته له شيدو پرته خواړه
۴ سنبله ۱۳۹۷ 516357 0 نظر ژباړه: حميد الله حميدي

ماشوم ته له شيدو پرته خواړه


هغه مرستندویه خواړه چې ماشوم ته د مور په شيدو سربېره ورکول کېږي باید حجم یې کم، خو د پوره کالوري درلودونکې وي، داسې چې پروټین او لازم وېټامینونه ولري.

خواړه باید د ماشوم عمر ته په کتو چمتو شي، نرموالی دې يې په پام کې ونيول شي، داسې برابر شي چې ماشوم وکولای شي په خپلو وریو  یې اسانه میده کړای شي.

د مرستندويه خوړو ډول باید داسې وي چې د کورنۍ له عاداتو او د ماشوم له میل سره برابره وي. د ماشوم له‌پاره اضافي خواړه دې له داسې موادو برابر شي چې کورنۍ اسانه لاس‌رسی ولري، خو پاکوالی پکې شرط دی.

مالګه، بوره او تندې دواوې باید پکې وا نه چول شي.

هغه خواړه چې په کور کې تیارېږي د هغو په پرتله غوره دي چې له مخکې جوړ شوي او پريس شوي وي. ماشوم ته د مور له شيدو سره سره خواړه غوره دي؛ نو ښه ده چې په کور کې په خپل لاس تیار او جوړه شي. که څه هم تیار شوي خواړه چې سوداګري بڼه لري او د مختلفو فورمولونو له مخې تیار شوي وي، کېدای شي ماشوم ته تاواني وي، ځکه دغه ډول خواړه ډېری یې له بهرنیو هېوادونو واردېږي، په هر هېواد کې د ماشوم  غذایي رېژم توپیر کوي.

له بلې خوا که وکتل شي هغه خواړه چې تیار جوړ شوي وي او سوداګري بڼه لري د هغه غذا په نسبت چې په کور کې جوړېږي شپږ او یا هم لس برابره ګرانه تمامېږي.

د بهرنيو خوړو خوند د کورنيو په پرتله توپیر کوي او دا خوند د دې باعث ګرځي چې ماشوم یې په خوړلو کې زړه نا زړه شي. دا چې په بهر کې جوړ شوي خواړه او یا هم غذایي مواد ډېر نرم او له کورنیو خوراکي بدل دي، کېدای شي په راتلونکي مو ماشوم پرې اموخته شي او بيا کورني خواړه خوند نه ورکوي.

دا چې پېک شوي خواړه ډېر وخت وساتل شي او خراب نه‌شي، د پایښت له‌پاره یې ډول ډول مواد ور زياتېږي چې ماشوم ته يې خوراک مناسب نه وي.

د دې خوړو ډېری یې داسې دي چې باید له اوبو سره ګډ شي او یا شيدې ورسره ګډې شې چې کله کله د اوبو او شيدو تر منځ تعادل په پام کې نه نیول کېږي او کېدای شي د ځینو حساسیتونو د را پورته کېدو سبب وګرځي.

ځکه د دې ډول مواد د ګډېدو له‌پاره باید تعادل په پام کې ونیول شي او هر څه په ټاکلې پیمانه ور اضافه شي، که یو یې هم کم او زیات شي، خپل اصلي خاصیت بايلي او یا هم د ماشوم پر زیان تمامېږي.

پاملرنه

تر شپږو میاشتو مخکې د ماشوم له‌پاره اضافي خواړه ورکول ان که په ماشوم د وینې د کمښت په سبب هم ورکول کېږي مناسبه نه ده، ځکه تر اصلي وخت مخکې ماشوم ته د اضافي غذا ورکول د ماشوم پر هاضمي سيسټم ناوړه اغېز کوي او کېدای شي ماشوم له ډول ډول روغتیایي ستونزو سره مخ کړي.

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې