تر ټاکنو مخکې حکومت بدل شو
په حکومت کې داخلي کشمکشونه، فساد، دسيسې، پلانونه او سل او شل نورې معاملې بالاخره د دې لامل شوې چې د حکومت پر خپل فساد خوا راوګرځېده او له يوې مخې يې وچ او لانده وربېل.
سرخط ته باوري سرچينو ویلي دي چې د نن ورځې تر پايه پورې به د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بېکفايتي په تور ګوښه شي.
پرون مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بيکفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.
سرچينې وايي، ولسمشر د نن ورځې تر پايه پورې د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رييس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندو به يې ګوښه کړي.
په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې هم يو په بل پسې له خپلو دندو لاس په سر شي.
سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډلهييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.
تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځایناستو په اړه لا هم ضد و نقيض مالومات ورکول کېږي.
داسې ښکاري چې د کمانډو ځواکونو قوماندان به د ملي دفاع وزير او د سيمهييزو ارګانونو اوسنی لوی رييس متين بېګ به د ملي امنيت لوی رييس وټاکل شي.
په حکومتونو کې تبديلي، ګوښه کېدل او له دندو استعفاوې عادي خبرې دي، يو ځي بل راځي، خو په دغسې توګه، په يوه ورځ د څلورو مهمو او کليدي ادارو مشران ګوښه کېدل، څه وړه خبره نه ده.
له دندو بېځايه ګټه اخيستل، له ځينو بهرنيو استخباراتو سره اړيکې، د نظام له دننه د حکومت پر ضد ځينې معاملې او ګنګوسې او په لوی لاس دښمن ته چانس برابرول چې پر نظام بريد وکړي، د دغو ګوښه کوونو لاملونه دي.
په دې کې شک نه شته چې له کلونو راهيسې د حکومت خېټه په فساد پړسېدلې وه او بالاخره چې ورسره دغه نورې له دندو ناوړه ګټې هم ګډې شوې، حکومت استفراق وکړ.
ولسمشر په خپله په وار وار ویلي دي چې د کورنيو چارو وزارت تر ستوني په فساد کې ډوب دی. بې کفايتي بل غم و، هغه بله ورځ يې د وزير او جنرال تر منځ ناندرۍ د بېکفايتي تر ټولو ښه بېلګه وه. د پوليسو معاشونه ورکېدل، وسلې خرڅېدل، حتا په ډوډۍ کې غلا او خيالي پوليس يې د فساد رسوا مثالونه دي.
په دفاع وزارت کې هم همدغه حال و. په تېره لنډه موده کې په وار وار د ملي اردو سرتېري له لوږې له مرګ سره مخ ول، په دښمن يې وسلې پلورل کېدې او بېرته په هماغو وسلو دوی شهيدانېدل. سلګونه سرتېري له مجبوري طالب ته سلامي شول، نه چا د سرتېرو پوښتنه کوله، نه يې غم چا ته تر واوره کم سوړ و.
هلته د غزني سقوط د دغه استفراق بل عامل و.
داسې ډېرې ګنګوسې او ځينې دلايل شته چې په ډاګه کوي، غزني له د باندې نه، د حکومت له منځه سقوط وکړ.
يوه کړۍ چې به يادېده چې ولسمشر يې محاصره کړی دی، دا هماغه کړۍ وه. له يوې خوا يې پر غزني د دښمن بريد ته چانس برابر کړی و، له بلې خوا يې ولسمشر بې خبره ساتلی و.
پر غزني چې لمبې تاوېدې، همدا بې خبري وه چې ولسمشر هغه ورځ د ځوانانو په منځ کې له خندا ډکه خوله ګرځېده او چکچکې يې وهلې.
دغې کړۍ په همدې توګه په ولس کې د ولسمشر انځور خراباوه او را روانو ټاکنو ته يې اوبه خړولې.
د غزني په همدې فاجعه کې داسې اوازې هم دي چې د حکومت له منځه له روسيې سره ګوتې پټې کړل شوې وې او بيا روسيې، ايران او پاکستان په ګډه پر غزني وربلوسلي وو.
د فساد مخه چې هر وخت ونيول شي، د تازه کب په څېر ده.
سره له دې چې د حکومت کم وخت پاتې دی، خو اوس چې يې هم ژور بدلونونه راوستل، ښايي ډېره ګټه وکړي.
اوس دې نو حکومت همداسې قدم ګړندی پسې وساتي. په څومره شدت چې مخکې لاړ، همداسې دې قاطع و اوسي او همداسې دې دوام ورکړي. ازمايل شوي کسان دې بيا نه ازمايي، نوي او ژمن کسان ډېر خرابی نه کوي.
خو که حکومت زړه نازړه شي، تر ګټه به يې تاوان ډېر کړی وي. هم به بور وي، هم بدنام.
0 نظرونه