تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي
۳ سنبله ۱۳۹۷ 5216 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي

 

نن مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بي‌کفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.

سرچينې وايي، ولسمشر تر سبا ورځې پورې د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رييس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندې به يې ګوښه کړي.

په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې تر سبا پورې له خپلو دندو لاس په سر شي.

سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډله‌ييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.

 تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځای‌ناستو په اړه لا مالومات نه دي تر لاسه شوي.

بايډن ټول سرتېري د سپمټبر تر يوولسمې له افغانستانه باسي

Apr 13, 2021 29

واشنګټن پوسټ د لوړپوړيو امريکايي چارواکيو له خولې ويلي دي چې د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن پرېکړه کړې ده چې د سپټمبر تر يوولسمې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه [...]

رښتيا څه دي؟ پاکستانۍ الوتکه ولې وګرځېده، پر ځغاست‌ليکه ماينونه چا ايښی ول؟

Apr 09, 2021 29

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان د پارلمان مشر او ورسره پلاوی د ولسې جرګې د مشر په ست کابل ته را روان ول چې له نيمې لارې الوتکه ځواب شوه، پر کابل هوايي ډګر د کېښناستو اجازه ور نه کړل [...]

ایا حیات د کورنیو چارو لپاره وړ وزیر دی؟ د ولس له استازیو یې واورئ

Apr 09, 2021 29

 د ملي شورا یو شمېر غړي او د امنیتي چارو ځینې کار پوهان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د حیات الله حیات ګمارنه پر ځای بولي او هیله ښيي چې د کورني امنیت او عامه نظم په تامین [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې