افغان لوبډلې له ایرلنډ سیریز وګاټه
افغان کریکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د شل اووریزو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.
افغان کریکټ لوبډلې په ښه توپ اچوونه او توپوهنې سره د ایرلنډ لوبډله په سیالیو کې له سختو ماتو سره مخ وکړه.
که څه ایرلنډ له دې وړاندې ویلي و چې له افغان لوبډلې سره به یې سیالۍ له دې وروسته برابرې وي، خو برعکس د نورو لوبو په پرتله افغان لوبډله په مقابلې لوبډلې ډېره برلاسې وه.
افغان لوبډله به له دې وروسته له ایرلنډ سره د پنځوس اووریزو لوبو یو سیریز هم وکړي.
0 نظرونه