سپی او د غلا هډوکی
یو سپی ډېر وږی و او د خوراک په لټه کې پرېشانه یوې او بلې خوا ته ګرځېده، یو دم یې سترګې د قصاب پر دوکان ولګېدې، پټ پټ ورغی او د قصاب له دوکانه یې د غوښې یو غټ هډوکی را پټ کړ.
اوس نو سپی د داسې ځای په تلاش کې و چې دا غلا شوی هډوکی په ارامه پکې وخوري؛ نو پر یو پله تېرېدو چې لاندې یې پاکې او رڼې اوبه روانې وې، سپي چې اوبو ته وکتل خپل عکس په اوبو کې ښکاره شو، فکر یې وکړ چې په ابو کې بل سپی دی او په خوله کې یې غټ هډوکی نیولی، بس سپي اراده وکړه چې د دې بل سپي له خولې هډوکی را وباسي او هډوکي به دوه شي، لږ ګزاره به پرې وشي.
سپي اوبو ته ور ټوپ کړ، له دې سره یې په خوله کې هډوکی هم په اوبو کې ترې ولوېد او ورک شو، بل دا چې ده ته کوم سپی ورښکارېده هغه هم تري تم شو، هيڅ نه و.
سپی لوند خیشت شو، له یخني رپېده.
کور ته چې راغی او مور ته يې کيسه وکړه، هغې ورته وويل؛
سپيه زويه! غلا او ظلم بدې بلاوې دي، هيڅکله په مړو سترګو د بل حق مه خوره، بلکې په جګو سترګو د خپلو لاسو په خواري نس موړ کړه، درېيمه خبره دا ده چې هر څه لرو بايد قناعت پرې وکړو.
سپي د خپلې مور خبره ومنله او له هغه راهيسې سپی په خپل زحمت خپل نس مړوي.
0 نظرونه