تر نهه ميليونه ډېرې راى پاڼې چاپېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له نهه ميليون څخه ډېرې رایې پاڼې چاپوي.
د دې کمېسیون د وياند مرستيال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د راىپاڼو د چاپ په موخه چمتوالى نيول شوى او د کمېسيون رهبري درې ورځې مخکې د راى پاڼو د ډيزاين طرحه نهايي او دوبۍ ته يې د چاپ په موخه واستوله .
هغه د دې راىپاڼو د چاپ د لګښت په اړه مالومات ور نه کړل، خو ويې ويل چې لګښت يې د ملګرو ملتونو لهخوا ورکول کېږي .
0 نظرونه